د کابل پولیس وايي چې د تمیم شنسب دوسیه د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه لوړپوړي پلاوي له څېړنې وروسته، لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده.
تمیم شنسب او وسلهوالو یې کابو دوه اوونۍ وړاندې د کابل نوي ښار کې له پولیسو سره په جګړه شول او دې نښتې ۲۴ ساعته دوام وکړ. پولیسو د شنسب او د هغه د وسلهوالو له نیولو وروسته، د هغه له کوره په ډېره اندازه وسله هم ترلاسه کړې ده.
د کابل د پولیسو د جنايي جرمونو د څېړنو رییس سالم الماس په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، د هغوی دوسیې څارنوالۍ ته واستول شوې او شنسب له تورنو سره د څرخلي پله زندان ته ولېږدول شول.»
بل خوا د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي د تمیم شنسب او د هغه د ۱۸ کسانو دوسیې د سېشنبې په ورځ لویې څارنوالۍ ته رسېدلې دي او د دوی تورونه د محکمې له حکمه سرغړونه، د عامه خدماتو پر ساتونکو تېری، د عامه نظم له منځه وړل او د ناقانونه وسلو ساتل دي.
له دې وړاندې د کابل پولیسو ویلي وو، چې د کورنیو چارو په وزارت کې د تمیم شنسب په نامه امنیتي شرکت ثبت نه دی. خو یوازې یو شرکت چې د حامد وردک په نوم دی او د تمیم شنسب ناسکه ورور دی ثبت دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«هغه تورونه چې پر دوی دي، د نامسووله وسلهوالو ساتل، هغه وسلې او تجهیزات چې قانوني جواز نه لري، له امنیتي ځواکونو سره ښکېلېدل او پر هغوی د وسلې ایستل چې تاسې شاهد وئ، له بده مرغه یو پولیس هم ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول.»
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې تمیم شنسب د کابل په نوي ښار کې د یوه کور د تشولو په اړه د محکمې له حکمه سرغړونه وکړه او له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شو.
ویل کېږي چې د تمیم شنسب پلار نصیر شنسب دغه کور چې پر سر یې دعوا وشوه، پر چا پلورلی، خو تمیم شنسب د خپل پلار له دې کار سره مخالفت وښود او د هغه کس مخه یې ونیوله چې دا کور یې پېرلی و.