Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ځانمرګي برید په اړه پراخ غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی )یوناما( د خبر پاڼې په خپرولو سره د کابل ځانمرګی برید چې په یوه ملکي سیمه کې ترسره شو، غندلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو له خولې په خبرپاڼه کې ویل شوي دي:«دا ډول بریدونه افغان کورنیو ته بی شمیره زیانونه اړوي؛ یوناما دغه بریدونه په سختو ټکو غندي.»

د یوناما مشر ویلي دي چې د دې پېښې عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې امریکا متحده ایالاتونه د افغانسان په اوسني حالت کې د افغان خبریالانو او تصویر اخیستونکو کار ستایي.

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د خبرپاڼې په خپرولو «ترهګریز» بریدونه چې د دوشنبې پر ورځ کابل او کندهار کې ترسره شول او ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، غندلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«امریکا متحده ایالاتونه د دوشنبې وحشیانه بریدونه چې د ۲۹ کسانو ژوند یې واخیست او په کې د رسنیو غړي هم شامل وو، او یو شمېر یې ټپیان کړل، غندي. موږ خپله ډاډ ګیرنه د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوو.»

هغې د برید د مسوؤلو محکمې ته پر راکاږلو ټينګار کړی دی.

د دوشنبې په برید کې چې د کابل په شش درک سیمه کې ترسره شوه، د ۹خبریالانو په ګډون ۳۰ ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۵۰ تنه د ۷ خبریالانو په ګډون ټپیان شول.

په همدې حال کې دوشنبې مازدیګر په خوست کې د بي بي سي خبریال، احمدشاه د ناپېژاندو وسله‎والو لخوا ووژل شو.

ملګري ملتونه، امریکا متحده ایالاتونو او بې‎پولې خبریالانو په کابل کې پر خبریالانو او تصویر اخیستونکو ځانمرګی برید سخت غندلی دی

شریک یي کړئ