Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په منډيي کې د اورلګېدنې په پایله کې ۳۵۰ هټۍ سوځېدلې دي

د کابل په منډيي کې د اورلګېدنې په پایله کې ۳۵۰ هټۍ او د سوداګریزو توکو انبارونه سوځولي دي چې هټیوالو ته یې په مېلیونونه افغانۍ زیان رسولی دی.

دا اورلګېدنه نن شنبې (د سلواغې په ۷ مه نېټه) د سهار په شپږنیمو بجو پیل او تر یولس نیمو بجو دوام درلود. خو د دغې اورلګېدنې علت تراوسه هم څرګنده نه ده.

یو شمېر هټیوال وايي، په لومړیو شېبو کې دا اورلګېدنه ډېره پراخه نه وه؛ خو پر وخت د اوروژنې موټرو د نه رسېدو له امله دا اورلګېدنه پراخه شوه.

د کابل د منډيي د هټیوالو ټولنې رییس قاري محمد عمررباني زاده وویل:«د اوبو پیپونه سوري وو او اور وژونکو ونه شوی کړای چې اوبه دلته راورسوي؛ دا اورلګېدنه سهار وخته پيل شوه او تراوسه چې ساعت یولس او شل دقیقې دي دوام لري.»

په منډيي کې هټیوال نقیب الله هم وايي:«یوه موټر اوبه لرلې خو بل تش وو؛ یوه موټر کار کاوه او شل نور ولاړ وو او کار یې نه کاوه.»

د کسبګرو ټولنه د اورلګېدنې د پېښو زیاتوالی او د هغې د کابو کولو پر وړاندې بې مسوولیتي د اندېښنې وړ بولي.

د پېښې په ځای کې د اوروژنې مسوولان په دې تړاو څه نه وایي او د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو شمېر غله هم پېژندل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې د کابل له منډيي ۱۹ مېلیونه او ۹۰۰ زره پاکستاني غلا شوې کلدارې بېرته څښتنو ته یې ورکړل شوې دي.

دا په کابل ښار کې درېیمه ستره اورلګېدنه ده چې په وروستیو کلونو کې رامنځته کېږي. د ۱۳۹۵ کال د زمري په میاشت کې د کابل په ګوټي سنګي کې د ځدران پلورنځی وسوځېد. په دې اورلګېدنې کې هټیوالو ته په مېلیونونو افغانۍ زیان ورسېد. دغه پلورنځی تراوسه هم په بشپړه توګه رغول شوی نه دی. 

له هغې وروسته د روان کال په لړم میاشت کې د کابل په نادر پښتون واټ کې اورلګېدنه رامنځټه شوه چې په هغه کې هم په سلګونه هټۍ وسوځېدې او دا اورلګېدنه شپږ ساعته اوږده شوه.

 له دې پېښې وروسته دا د پلازمېنې په یوې مهمه سوداګریزه برخه کې درېیمه لویه اورلګېدنه ده چې ویل کېږي په پایله کې یې سلګونه هټۍ سوځېدلې دي.

شریک یي کړئ