د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې راتلونکو ټاکنو کې به له نوي ټکنالوژۍ کار نه اخیستل کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه حکم کې چې یوه نسخه یې طلوع نیوز ته رسېدلي ده راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د تعدیل شوي قانون د ۱۹مې مادې دوهمه فقره په راتلونکو ټاکونو یعنې د ولسمشرۍ ټاکنو، د غزني پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پلې کولو وړ نه ده.
په دې پرېکړه کې راغلي، هغه کسان چې د راتلونکو ټاکنو او همداراز د غزني د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوي، د بایومټریک له ځانګړنو پرته به یې نوم لیکنه کېږي.
د پریکړې په بله برخه کې راغلي دي، د رای ورکوونکو نوم لیکنه به د پېژندپاڼو له مخې ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې اړه څه نه وايي.
یاد کمېسیون له دې مخکې پریکړه کړې وه چې راتلونکې ټاکنې به د بایو مټریک دستګاه په کاروونې سره ترسره کیږي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ له رڼو ټاکنو ملاتړ څرګند کړی دی.
د یاد سفارت په اعلامیه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتنه شوې چې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دې د بودجې او د ټاکنو د ترسره کېدو عملیاتي طرحه وړاندې کړي او همداراز د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د کارکووکو د ګمارنې او روزنې لپاره دې پام وکړي.