Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز دشت ارچي هوايي برید په اړه د یوناما راپور

یوناما د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د اپریل په دویمه نېټه د هوایي برید په اړه خپل راپور کې ویلي دي چې ۳۶ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپور وايي چې په دې برید کې۷۱ کسان ټپيان شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی دفتر راپور کې راغلي دي:«په دې برید کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱ ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو، که څه هم رپوټ یادونه کوي یوناما اضافي معتبره معلومات تر لاسه کړي، چې تر دې لوړې شمیرې په ګوته کوي.»

یوناما ویلي دي:«دغه رپوټ د پیښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو او روغتیایي کارکوونکو، په کندز کې له درې لویو مشورتي ټولنو سره د ۹۰ مرکو او د پیښې په ځای کې د حقیقت موندنې ماموریت د رپوټ په بنسټ چمتو شوی.»

پا راپور کې راغلي چي حکومت په سیمه کې حاضر لوړ پوړي طالب مشران په نښه کړي، پر مذهبي غونډه او شاوخوا سیمو له راکټونو او درنو ماشیندارو کار اخیستی چې له امله یې ملکي وګړي، چې ډیری یې ماشومان وو مړه او ټپیان شوي. 

همداراز راپور وړاندې کاږي:«څه ډول یوناما ونه توانیده چې په انفرادي توګه د هر وژل شوي او ټپي ملکي وګړي حالت تصدیق کړي او نه هم ماموریت په دې موقف کې وو چې د هوایي برید پرمهال د طالبانو د مشرانو یا ډلګیو موجودیت او عمل تشخیص کړي.»

یاد رپوټ دولت ته یو شمېر سپارښتنې کوي، چې په دې کې له نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره له سمون څخه یې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د پوځي پالیسیو بیا کتنه راځي څو په هر وخت کې، ملکي وګړي خوندي شي. 

د کندز ولایت د پولیسو ویاند، انعام‎الدین رحماني د ۱۳۹۷ لمریز کابل (دوشنبې د وري۱۳مه) وویل چې له غرمې مخکې کابو ۱۱ بجې افغان ځواکونو د دشت ارچې ولسوالۍ په دفتاني سیمه کې د طالبانو پر یوې مدرسې هوايي برید کړی دی

هغه مهال د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې سره ویلي وو برید د طالبانو پر نظامي رژه شوی چې په پایله کې یې شمال ختیځ کې د طالبانو د مشرتابه شورا ۱۸ قومندانان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

دفاع وزارت د پېښې د سیمې انځورونه رسنیو ته وښودل چې د اسلامي امارات له بیرغونو سره د وسله والو طالبانو حضور ښيي.

خو د پېښې د قربانیانو خپلوان وايي چې په برید کې د قرانکریم د قاریانو د پګړۍ (دستاربندۍ) مراسم په نښه شوي چې په پایله کې یې له ۵۰ زیات ولسي وکړي وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي دي چې په دې برید کې ۷۱ کسان ټپيان دي، په ځانګړې توګه نه دي ویلي چې کوم شمېر ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څومره ټپيان دي، خو څرګنده کړې یې ده چې ۸۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ