Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندز دشت ارچي کې د ملي پوځ ۱۵ پوځيان وژل شوي

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۱۵ پوځیان وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي چې دغه ځواکونه په دغې ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د هغه په وینا، چې په دغې نښته کې کابو ۵۰ طالبان وژل او ټپيان شوي دي.

ښاغلی رضايي وايي چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو په دشت ارچي کې یو پل ویجاړ کړ او له هغې وروسته یې د ملي پوځ پر پوستو برید وکړ.

هغه زیاتوي چې طالبانو د ملي پوځ درې پوستې ولکه کړې، خو له دوه ساعته نښتې وروسته دولتي ځواکونو بېرته خپلې پوستې ونیولې .

په دغې نښته کې یو عراده هاموې ټانګ او یو عراده رنجر له منځه تللي دي.

ځايي چارواکي وايي چې مرستندویه ځواکونه اوس سیمې ته رسېدلي دي او طالبان هم تښتېدلي دي.

شریک یي کړئ