Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز قلعه‎ذال ولسوالۍ د طالبانو له خوا وپرځول شوه

د کندز د ولایتي شورا غړی سید اسد سادات، طلوع نیوز ته وايي چې د دغه ولایت د قلعه‎ذال ولسوالۍ نن ګهیځ (شنبې د غوايي په ۱۶ مه) په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ولوېده.

د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته، له دوه ورځو راهیسې د کندز ولایت په ځنیو برخو کې دوام درلود.

د کندز د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي چې تراوسه د دغې نښتې په اړه د مرګ ژوبلي په اړه کره مالومات په واک کې نشته.

له دې وړاندې د قعله‎ذال ولسوال محبوب الله سعیدي ټینګار کړی وه چې طالبانو، د دغې ولسوالۍ د اق‎تیپې په سیمه کې طالبانو ډله‎ییز بریدونه پیل کړي دي.

هغه همدارنګه ویلي وو، چې دغه بریدونه د جمعې په ګهیځ پيل شوي دي او تراوسه دوام لري.

شریک یي کړئ