Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز والي:د افغانستان شمال ته د جګړې د ډګر لېږد د پاکستان د پوځ کار دی

محمد عمر صافی وايي چې د پاکستان ملي پوځ په وزیرستان کې د عملیاتو په ترسره کولو سره بهرني ترهګر افغانستان ته استولي دي او له همدې امله کندز د درنو نېښتو شاهد دی.

په ورته وخت کې د کندز د پولیسو قومندان پخواني جهادي قومندانانو ته د وسلو له وکړې څخه ملاتړ کوي او وايي چې د دغو قومندانانو د لاس لاندو کسانو سمبالو د طالبانو او د بهرنیو ترهګرو په ماته کې ګټور پرېوتي دي.

د کندز والي په افغانستان کې د داعش او بهرنيو ترهګرو شتون جدي اندېښنه ګڼي.

محمدعمر صافي وايي طالبانو او بهرنيو ترهګر چې له داعش سره يې بيعت کړی په کندز او يو شمېر نورو ولايتونو کې د امن مرکز د جوړولو لپاره جنګېږي.

ښاغلی صافي دغه بهرني جنګيالي دې ترکیې، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او يو شمېر نورو هېوادونو اوسېدونکي ګڼي.

د کندز والي محمد عمر صافي څرګنده کړه:" داعش له دې زيات په وزيرستان يعنې په پاکستان کې په خپل مرکز کې ځاي نه‎لري ځکه د پاکستان پوځ افغانستان ته د هغوي د رالېږلو په لټه کې دی، له دې امله بهرني جنګيالي غواړي چې د دوي لپاره امن پټن‎ځاي پيدا کړي، نو دوي ډول ډول تګلارې تجربه کوي او له دې امله هڅه کوي د افغانستان په شمال کې پټن‎ځای جوړ کړي".

اوس افغان حکومت په دې جګړه کې له امنيتي ځواکونو سره د مرستې لپاره نوې تګلاره په پام کې نيولې ده، دغه تګلاره د پخوانيو جهادي قومندانانو په مشرۍ څه باندې د دوه زره کسانو وسله وال کول او د مخالفو وسله والو په وړاندې د هغوي سمبالول دي، که څه هم په راتلونکي کې د دغو کسانو لخوا د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې شته خو د کندز د امنيې قومندان د پخوانيو جهادي قومندانانو د وسله وال کولو له تګلارې دفاع کوي.

د کندز د پولیسو قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي زیاته کړه: یو شمېر مجاهدین له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د مرستې لپاره له دغو ځواکونو سره یوځای شوي دي،دغه کار ګټور وه او ښه پایله یې ورکړې ده."

له بلخوا يو شمېر پخواني جهادي قومندانان وايي پرملکي خلکو د طالبانو ظلمونو او د دې ډلې پلان شويو بريدونو دوي د وسلو اخيستو ته اړ کړي دي.

په کندز کې د اروپکو قومندان اسدالله وویل:"موږ له طالبانو سره په جګړه کې یو،طالبانو زموږ دښمن دي.که چېرې طالبان موږ ونیسي،موږ به ژوندي پاتې نه شوو،زموږ کورونو ته به اور ورته کړي او زموږ شتمنۍ به چور او تالا کړي".

د پخوانيو جهادي قومندانانو پر وسله وال کولو یو لړ نيوکې هم لرلې دي په داسې حال کې چې سيمه یيز چارواکي دا مني چې پخوانيو قومندانانو ته وسلې ورکړل شوې، خو د کورنيو چارو وزارت له دغه بهير څخه بې خبري څرګندوي

محمد عمر صافی وايي چې د پاکستان ملي پوځ په وزیرستان کې د عملیاتو په ترسره کولو سره بهرني ترهګر افغ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه