Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو معاش ۵ سلنه زیاتوي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک وایي چې په را روان کال کې به د پولیسو معاش ۵ په سلو کې زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي پر دې سربیره به د پولیسو نورو ستونزو په ځانګړې توګه د خوړو او تجهیز ستونزو ته هم پاملرنه وشي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:«زموږ نړیوالو همکارانو هوکړه‎ کړې چې انشاالله ډېر ژر به په راتلوونکي کال کې، که خدای غوښتي وي له هغو هوکړو سره چې شوي، د پولیسو معاش، په ټول کې پنځه سلنه لوړېږي.»

ویس احمد برمک وايي د کورنیو چارو وزارت ټولو برخو کې د اصلاحاتو راوستل بل پروګرام دی چې ژر به پلی شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه:«دا ټولې هغه ستونزې دي چې بېرته د کورنیو چارو وزارت مدیریتي نظام ته متوجه کېږي، ځکه چې دننه د کورنیو چارو په وزارت کې، باید هماغه مدیریتي نظام وجود درلود چې د تړونونو سم مدیریت شوی وای.»

د کندز ښار څنډه هغه سیمه چې د پولیسو دغه قومندان او د هغه سرتېري د دښمن د مخامخ ګواښونو پر وړاندې هره ورځ چمتووالی نیسي.

دی هم د پولیسو تنخوا د زیاتوالي په اړه خبرې کوي او زیاتوي چې دغه پرېکړه د پولیسو په کار او ژوند اغېز لرونکې ده.

د کندز د پولیسو د څلورمې حوزې امر شیر احمد پارسا وویل:«له دې نه خوښ یم چې معاش مو پنځه سلنه زیاتېږي، زموږ پولیس لا روحیه پیدا کوي.»

د پولیسو نورو ستونزو ته رسېدنه له هغو اړتیاوو شمېرل کېږي چې د کندز د پولیسو سرتېري پرې ټینګار کوي.

د پولیسو یو تن سرتېری محمد اصف وايي:«هیله کوو چې زموږ ځينې نورې ستونزې چې اوس‎مهال ورسره لاس او ګرېوان یوو، رسېدونه وشي.»

د پولیسو بل سرتېری نعمت الله هم څرګنده کړه:«زموږ د اعاشې او اباطې برخې ته دې هم پاملرنه وشي. چې زموږ اعاشه هم ښه شي.»

بل خوا هغه څه چې په ټاکلي وخت د کورنیو چارو وزارت د دغو ژمنو پلي کېدل دي، هغه موضوع ده چې په لومړیتوب کې ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه معاشونه چې اوس پولیسو ته ورکول کېږي، له هغې ډېر کم دي چې ځان او کورنیو ته یې بسنه وکړي! هیله لرو دغه ګام چې (د کورنیو چارو وزارت) پورته کړی، پلی کړي.»

د پولیسو د تنخواګانو زیاتوالی په داسې حال کې اعلانېږي چې د پولیسو په لیکو کې د پراخ فساد په اړه ډېرې نیوکې کېږي.

په دې وروستیو ورځو کې د دغه وزارت چارواکو له خلکو غوښتي چې پولیسو ته د بډو له ورکړې ډډه وکړي او د هغو پولیسو په نیولو کې دې همکاري وکړي چې په فساد کې ښکېل دي.

شریک یي کړئ