Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت وايي، له پرونۍ ناستې ناخبره و

د کورنیو چارو وزارت وايي، دیني علماوو په اورانوس تالار کې د مراسمو جوړلو لپاره امنیتي ارګانونو سره اړیکه نه وه نیولې. 

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي: «د کابل له پولیسو نه چې ما کوم معلومات وکړل، هیڅ داسې رسمي اسناد او معلومات نشته، چې ګواکې پولیس رسماً په جریان کې وي.»

په ورته وخت کې د دې تالار مسوول، وايي چې د پنځلسمې امنیتي حوزې پولیس په جریان کې و او څلورو تنو يې د ساتنې مسؤلیت درلود. 

محمد سلام برکي وویل: «ما چې له مفتي صاحب سره موضوع شریکه کړه، چې تاسې امنیتي مسوولین په جریان کې کړي، ويې ویل هو.»

په دې پېښه کې د دیني علماوو او مخورو تر څنګ ځوانان او ماشومان چې په دې مراسمو کې يې برخه اخیستې وه، هم وژل شوي دي. 

د دوی کورنۍ وايي چې حکومت ناتوانه دی او نه‌شي کولی د خپلو خلکو د مراسمو امنیت ونیسي. 

نولس کلن مزمل چې په پراون پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصل و، فرید دوه ویشت کلن و، له واده يې شپږ میاشتې تېرېدي او دارالمعلمین يې لوستی و، دوی دواړه د یو بل د ماما او ترور زامن کېدل. 

د محمد فرید ماما محمد صادق د حکومت چارواکو ته به خطاب کې وايي، که يې نه شئ کولی ترې تېر شئ: «د خدای په خاطر که يې نه شئ کولی حکومت پرېږدئ، تر څه وخته به حوصله کوو او تر څه وخته به دا ځوان وژنه روانه وي؟»

د مزمل د کاکا زوی رازمحمد وايي چارواکي یوازې تر ځان دېوالونه را تاووي: «حکومت پر ځان مصروف دی، د ځان لپاره یې لوړ امنیتي دېوالونه جوړ کړي، خو خلکو ته هیڅ پام نه کوي، هیڅ امنیتي تدابیر نه لري.»

درویشت کلن صفی الله په دې پېښه کې پر زړه يې ټپي شوی، هغه په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي: «چاودنه شوه، نه پوهېږم سخت لوګی شو، چې سترګې مې خلاصې کړې روغتون کې وم.»

په کابل کې د محفلونو د تالارونو اتحاديې ګواښ کړی چې که يې حکومت د خوندیتوب لپاره اقدام ونه کړي، دوی به خپل تالارونه وتړي.

دا مراسم د جامعه‌الاحناف په نوم د یوې ټولنې له لوري برابر شوي و، چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې دا ډول مراسم نیسي. 

د دې ټولنې په اړه مولوي سمیع الله ریحان وايي، چې سلګونه غړي لري او په وینا يې له اوږدې مودې راهیسې دلته فعالیت کوي، هغه وايي تېره شپه هم مراسمو ته بلل شوی و، ناوخته شو، چې په لار کې له چاودنې خبر شو. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «د دوی ټولنه له ډېر وخت راهیسې فعاله ده او غړي يې ډېری اهل‌تصوف دي.«
 
شریک یي کړئ