Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنۍ له‎خوا ناروغ پرېښودل شوي ماشوم خپله کورنۍ وموندله

افغان ماشوم چې په ترکه کې د خپلې کورنۍ له خوا د ناروغۍ له کبله پرېښودل شوی وه، هیله لري چې بیا له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

افغان ماشوم سمیرظاهري چې ۹ کاله عمر لري تېر کال د ترکیې په ختیځ کې هغه مهال د خپلې کورنۍ له خوا خوشې شو چې ناروغ وه، او کورنۍ یې د اروپا پر لرو خپل غیر قانوني سفر ته دوام ورکړ.

سمیر د ترکیې پولیسو له تر موندلو وروسته د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوی او اوس د روغتیا څښتن دی.

ترکي چارواکي وايي چې د یاد ماشوم کورنۍ اوس‎مهال په ډنمارک کې ژوند کوي.

سمیر په لنډ وخت کې ترکي ژبه زده کړې.

د نوموړي کورنۍ هغه مهال چې یاد ماشوم سخت ناروغ وه، هغه یې د ګاز یوه سټیشن خوا ته خوشې کړ او دوی ترې لاړل.

وروسته له هغې یو لاروی سمیر د مرګ په حال کې موندي او هغه روغتون ته د درملنې په موخه بیایي. دی وروسته له درملنې په ترکیه کې د خپل مېشت تره سره ژوند پیل کوي.

ترکي چارواکي وايي:«د دې ماشوم د ژوند کیسه د فلم جوړولو وړتیا لري.»

دا چارواکي زیاتوي:«کله چې مو دا ماشوم وموندو نو د لاس ګوتې یې د سړې هوا له امله کابو له لاسه ورکړې وې او ورته ومو ویل چې موږ له تا سره مرسته کوو تر څو خپله کورنۍ پیدا کړې.»

ترکي چارواکي زیاتوي چې یاد ماشوم د خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې شوی او ژر به له خپلې کورنۍ سره په دنمارک کې یوځای شي.

د سمیر کورنۍ هغه مهال چې یاد ماشوم سخت ناروغ وه، هغه یې د ګاز یوه سټیشن خوا ته خوشې کړ او دوی ترې لاړل

شریک یي کړئ