Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کونړ د ولایتي شورا یو غړی په ځانمرګي برید کې وژل شوی

په کونړ کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی شاه ولي همت وژل شوی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه پېښنه نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د دغه ولایت په «وټه پور» ولسوالۍ کې شوې ده.

د هغه په وینا، دغه برید هغه مهال رامنځته شوه چې ښاغلی همت د جنازې مراسمو ته د تګ په حال کې وه.

هغه زیاته کړه چې د ځانمرګي بریدګر موخه د ولایت شورا دغه غړی وه.

ښاغلي مصمم همدارنګه وویل چې په دغې چاودنه کې د دین یو عالم هم وژل شوی  او د ښاغلي همت یو ساتونکی ټپي شوی دی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

شریک یي کړئ