Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کوچني اختر په درشل کې د اوربند له اعلانه د هېوادوالو هرکلی

د کابل د اوسېدونکو ترڅنګ د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي هم د توکو د پېر په موخه کابل ته راغلي دي.

په همدې حال کې ځینې هېوادوال وايي دوی د حکومت او طالبانو اوربند ته خوشحاله دي خو د دغه بهیر غځول غواړي.

د نورو ورځو په پرتله د کابل په بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته لیدل کېږي چې د هیېواد له نورو سیمو هم خلک پلازمېنې ته د توکو پېریلو په موخه راغلي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی نعمت الله وايي:«دلته راغلي یوو چې توکي وپېرو او د اختر وړ توکي وپېرو. لیدل کېږي چې ټول هېوادوال د اوربند له اعلانه خوش‎حاله دي هیله لرم چې دا اروبند دایمي شوي.»

د مېوې پلورونکي عبدالقدیر وویل:«په څو وروستیو ورځو کې د خدای په مرسته ښه بازار دی. ګڼه ګوڼه او د خلکو شور او ځوږ او ډېر دی؛ خلک راځي او وچه مېوه پېري. که‎چېرې امنیت وي هر څه وي او ښه وي.»

د جامو پلورنځي هم د اختر بڼه غوره کړې یعنې ډېری ښځینه د کالیو پېرلو په موخه ښار ته راوتلې دي.

شکیبا او لور يې هم د کالیو پېرودلو په موخه ښار ته راوتې دي.

 ښوونکې شکیبا وویل:«په هره کچه چې ارامي وي، په بې غمه زړه کولای شو چې راشو او پېرودنه وکړو او د اختر لپاره چمتووالی ونیسو او د اختر ورځې د دوستانو او خپلواکو کورونو ته ولاړ شو او اختر ښه ولمانځو.»

له دې تولو سره د غلام په څېر ډېری کسان چې د شپږ اولادونو پلار دی د اختر لپاره يې هېڅ نه‎دي اخیستي.

دی موچي دی او په دې تمه دی چې ورته د ګنډلو په موخه بوټونه او څپلۍ راوړل شي ترڅو د نن شپې لپاره د خپلو زامنو لپاره ډوډۍ پيداکړي.

د حکومت او طالبانو لخوا د لنډ مهال لپاره اوربند د ډېریو کسانو په زړنو کې خوښۍ پيداکړې دي او د دې سربېره هیله‎مني ښيي چې دا اوربند وغځول شي.

شریک یي کړئ