Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کډوالو نړیواله ورځ؛ څه باندې ۶،۵ مېلیونه افغانان کډوال دي

کډوالي هغه ستونزه ده چې له امله یې په نړۍ کې له ۶۸ مېلیونه ډېر انسانان له خپلو هېوادونو لیرې په کډوالۍ کې شپې او ورځې تېروي.

 د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وايي چې د څو وروستیو لسیزو جګړې له هېواد بهر ته د کډوالۍ اصلي لاملونه وو.

دم‎ګړۍ څه باندې شپږ نیم مېلیونه افغانان له خپل هېواده بهر په کډوالۍ کې ژوند کوي، چې نږدې څلور مېلیونه کډوال او شاوخوا درې مېلیونه د پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د ټولو هغو ننګونو ترڅنګ چې دلته دي او هغه لومړیتوبونه چې موږ یې لرو، امنیت، د هېواد پوځي او امنیتي شرایط، د اقتصادي پراختیا مسایل، د افغانستان اقتصادي پرمختیا، د کډوالۍ او کډوالو ښکارندې، د افغانستان بشري وضعیت او راستنېدونکو ته رسېدنه زموږ اصلي دندې دي.»

په تېرو څلورو کلونو کې له درې مېلیونه ډېر افغانان له بهره خپل هېواد ته راستانه شوي دي او ډېری یې هغه کسان دي چې په قانوني او ناقانونه توګه په ایران او پاکستان کې اوسېدل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازي مرستیال ټوبي لنزر څرګنده کړه:«یوازې سږ کال۷۵۰ زره د افغان وګړي له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي، دا نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ایران لپاره هم یوه ننګونه کېدای شي واوسي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخي وویل:«دغو راستنېدونکو ستونزو، اړتیاوو، حقوقي او بشري خدماتو وړاندې کول زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.»

په وروستیو کلونو کې له هېواده بهر د افغان کډوالو په زیاتوالي د انسان قاچاق هم ډېر شوی دی.

افغان حکومت وايي، د کډوالیو د قانوني کېدو لپاره هڅې کوي او د انساني قاچاق سل ډلې یې ځپلي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.

شریک یي کړئ