Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګردیز ښار لومړۍ امنیتی حوزې مرستیال وژل شوی

د پکتیا ولایت ګردیز ښار د لومړۍ حوزې مرستیال نن(دوشنبې د غبرګولي۷مه) د طالب وسله‎والو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، سردار ولي تبسم څرګندوي چې د لومړۍ حوزې مرستیال، سمونیار قادر په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړی چې سهار په سیمه کې د ګزمې په حال کې وه.

ښاغلی تبسم زیاتوي چې په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی هم دی.

دی وړاندې وايي چې د پولیسو په ځوابي برید کې دوه طالب وسله‎وال هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې طالبانو د برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي تائيدوي چې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال د طالبانو په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ