Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوه خبریال د وژلو په تړاو پر اعدام د دوو تنو محکومېدل

د هېواد لویې څارنوالۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې کندهار کې دوه تنه د یوه خبریال د وژلو په تړاو په اعدام محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لویې څارنوالۍ د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د وژلو د قضیې د څېړلو له بشپړولو وروسته د هغه دوسیه یې د مجازاتو له غوښتنې سره محکمې ته استولې او د دغه خبریال د وژلو عاملان یې د وري په  ۱۷ مه د جزا کود د ۲۶۷ په مطابق په اشد مجازات (اعدام) محکوم شول.

د هېواد لویې څارنوالۍ په دغې خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالمنان ارغند، یو کال مخکې په کندهار کې په یوه ترهګریز برید کې ووژل شو.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د عبدالمنان ارغند کورنۍ او د افغانستان د خبریالانو فډراسیون، کابل کې د دغې دوسیې د څېړلو غوښتونکې شول چې د دوی د غوښتنې پر بنسټ او د لویې څرنوالۍ د لارښونې پر بنسټ، د پېښې تورن سره له تورنو مرکز ته ولېږدول شي.

لویه څارنوالۍ وايي چې تراوسه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لویې څارنوالۍ د بیان ازادۍ او خبریالانو ملاتړ ته ژمنه ده او یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي رسېدنې ته په جدیت او قاطعیت به عمل وکړي. 

شریک یي کړئ