Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۱۶ کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د ترهګریزو پېښو ۱۲ سلنه کموالی

د طلوع نیوز یوه څېړنه ښيي چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په امنیتي او ترهګریزو پېښو کې ۱۲ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغې څېړڼې له مخې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اخوا د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو کې د تېر کال په پرتله ۷۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

که څه هم ۲۰۱۶ کال له تاوتریخوالي ډک وه خو د طلوع نیوز په امنیتي رپوټ کې بل څه راغلي دي.

د دغه رپوټ له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴ زره او ۲۰۹ امنیتي او ترهګريزې پېښې په هېواد کې شوې او هغه شمېر چې په تېر کال کې په همدې موده کې وه ۴ زره او ۸۰۴ ته رسېدې.

ننګرهار په ۵۰۸ پېښو، کندز په ۲۷۵ پېښو او کندهار په ۲۷۱ پېښو سره د نورو ولایتونو په پرتله له ډېرو تاوتریخوالیو سره مخامخ وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«په تېرکال کې ښايي چې موږ په ځینو برخو کې تر ډېره په دفاعي حالت کې وو،دښمن په افغان امنيتي ځواکونو پسې وو؛خو سږکال افغان امنیتي ځواکونه په دښمن په سې دي.»

دغه رپوټ د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو لوریو په فعالیتونو کې کمښت رامنځته شوی دی.

افغان او بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ زره او ۲۷۵ پوځي عملیات، ۵۸۴ د کشف او نیولو عملیات، ۱۸۷ هوايي بریدونه ترسره کړي او په مقابل کې د دولت مخالفو وسله والو ۴۹۳ مخامخ بریدونه، ۱۹۳ د مینونو اېښودلو، ۱۲۹ د تاوتریخوالي، ۳۷ ځانمرګي بریدونه او ۳۷ توغندويي بریدونه کړي دي.

په دې رپوټ کې راغلي د دولت د مخالفو وسله والو یرغلیز عملیات په دغو شپږو میاشتو کې کم شوي خو په دې لوري کې افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه زیات کړي چې له امله د طالبانو د پخواني مشر اخترمحمدمنصور په ګډون د دولت په لسګونه مخالف وسله وال ووژل شول.

سناټور محمد علم ایزدیار په دې اړه وویل:«تر هغه مهاله چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده نه شي؛تر هغه مهاله چې طالبان سیاسي خبرو اترو ته اړ کړل نه شي؛او ترهغه مهاله یوه سیاسي ځواکمنه اداره رامنځته نه شي، او فرمانونه او ژمنې د عمل جامې وانه غوندي، د افغانستان وضعیت به په همدې شان دوام وکړي.»

د ولسي وګړو مرګ ژوبله، ملي پولیسو او همداراز د دولت د مخالفو وسله والو د مرګ ژوبلې کمښت بله موضوع ده چې په دې رپوټ کې ورته اشاره شوې که څه هم په رپوټ کې راغلي چې د ملي افغان او بهرنیو پوځیانو تلفات زیات شوي دي.

په دې موده کې ۷ زره او ۷۱۳ د دولت مخالف وسله وال، یو زره او ۷۰۶ افغان پوځیان، ۵۳۹ ملکي کسان او ۲۷ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

لیرې پرتو سیمو ته د دولتي واکمنۍ پراختیا په دغو شپږو میاشتو کې د افغان ځواکونو موخې وې او په مقابل کې د دولت مخالفو وسله والو هم په یو ډول هڅه کړې دغه سیمې په واک کې ولري.

تېر کال افغان ځواکونو سختې شپې ورځې تېرې کړې او لیدل کېږي چې سږ کال هم هغې ته ورته پېښې تکرار شوې دي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د طلوع نیوز یوه څېړنه ښيي چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په امنیتي او ترهګریزو پېښو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه