Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۷ملنې لمسۍ د تښتولو او جبري واده په اړه د یوې مور شکایت

یوه مېرمن ادعا کوي چې وړه لمسۍ یې یوه سړي تښتولې ده او ځانته یې په نکاح کړې ده.

دا مېرمن شفیقه نومیږي او وايي چې درې کاله مخکې له خپلې لمسۍ سره کندز ته ولاړه، خو په هغه ځای کې یوه کس ترې لمسۍ وتښتوله او دا کوچنۍ نجلۍ یې ځان ته نکاح کړه.

د تښتول شوې نجلۍ نیا، شفیقه زیاتوي:«په کندز کې ټول حکومت خبر دي او له ما پيسې غواړي، زما کار نه کوي او زه پیسې نلرم... له پښو ولوېدم، درې کاله وشو! زما لورکۍ اوس لس کلنه شوې ده.»

میرمن شفیقه وايي له ډېرو هڅو وروسته یې لمسۍ د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې پيدا کړه، که څه هم حکومتي ادارو ته یې پر خپلې لمسۍ د تاوتریخوالي په اړه شکایت کړی، خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

دا وايي:«لورکۍ مې د هغه ظالم په بند کې ده! ګاونډیو یې وویل چې لور دې ښایسته وه او اوس یې سر پرې کل کړی دی.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي وايي چې دا پېښه په وڅېړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش په دې اړه وايي:«دا مسله موږ په جدي ډول څېړو او که دا مېرمن زموږ غږ اوري، نو موږ ته دې مراجعه وکړي او مالومات دې راکړي تر څو سمه څېړنه وشي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د ښځو د تښتولو او تاوتریخوالي خبره کیږي. په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰۰ پيښې د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې ثبت شوې دي.

یوه مور ادعا کوي چې درې کاله مخکې یې اوه کلنه لمسۍ تښتول شوې او وروسته یوه سړي ته نکاح شوې ده. دا وايي چې تر اوسه یې په وار وار عدلي او قضايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده خو چا ورته پام نه دی کړی

شریک یي کړئ