د غزني د خلکو استازي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې لمن، د ښار تر څنډ رارسېدلې او د زنهخان، خواجه عمري او د غزني ښار ته څو نورې نېږدې ولسوالۍ تر جدي ګواښ لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ، د دغه ولایت د اجرستان ولسوالۍ پرځېدو ته نېږدې وه او د طالبانو په ډلهییزو بریدونو کې ډېری افغان امنیتي ځواکونه هم ووژل شول.
د غزني خلک د ولایت مرکز ته په لس کېلو مترۍ کې د پرتې خواجه عمري ولسوالۍ له پرځېدو وروسته خورا اندېښمن کړي او وايي، د مرکز خواته ګواښونه په بې ساري ډول رانېږدې شوي دي.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي، حکومت باید دغلته امنیتي ګواښونه جدي ونیسي.
د ولسي جرګې غړی عارف رحماني په دې اړه وايي:«د غزني ښار د پرځېدو په درشل کې ده؛ د خواجه عمري، ده یک، زنهخان، واغز او جغتو ولسوالۍ چې موږ هره ورځ د لاس په لاس کېدو شاهد یې یوو؛ او هره ورځ د ناورین شاهد یوو؛ دا د خپله غزني ښار برخې دي.»
بلخوا په اجرستان، جغتو، زنه خان، ده یک، واغز او د غزني په څو نورو ولسوالیو کې هم له دولتي ځواکونو سره د وسلهوالو طالبانو نښتې روانې دي.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند روح الله منصوري وویل:«د دولت مخالفو وسلهوالو په ځينو نورو ولسوالیو هم بریدونه لرلي دي چې د دولتي ځواکونو له خوا په شاتمبول شوي؛ چې په دغو نښتو کې دولتي ځواکونه دوه ټپيان لري.»
خو دفاع وزارت بیا بل څه وايي، د دې وزارت د مسوولانو په خبره دلته یې ځینې ولسوالۍ له مخالفانو پاکې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد راد منش څرګنده کړه:«په غزني ولایت کې زموږ قطعات له هغه څه ښه پرمختګ لري چې خلک یې وايي.»
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د غزني د اتلسو ولسوالیو له منځه یوازې مالستان، جاغوري، ناور او د ولایت مرکز نسبتاً امن ښکاري.