Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راستانه شوي کډوال ایران کې د افغانانو د ژوند بد حالت یادوي

هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي، وايي ایران کې افغانان له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخامخ دي.

دوی همداراز زیاتوي چې په دې وروستیو کې ډېر شمېر کډواله  ایرانه ویستل شوي هم دي.

راستو شوی افغان کډوال، موسی وايي:« ډېره ګرانبیې ده او هغو افغانانو ته چې په ایران کې ژوند کې ډېره ستونزمنه ده. د ایران د پیسو ارزښت راټیټ شوی دی او اوسمهال ښه ده چې د ایران پر ځای خپل هېواد کې ژوند وکړو.»

همداراز له ایرانه بله ویستل شوې کډواله، ګلشن زیاتوي:«بدبختي ده، کار نشته او زموږ اولادونه هم په ښوونځي کې نه نیسي.»

په همدې حال کې هرات کې لسګونه د مدني ټولنې غړي سره راټول شوي او په ګاونډي هېواد ایران کې د کډوالو د ژوند بد حالت ته د پام غوښتنه کوي، دوی د ایران له حکومته غواړي چې کډوال دې په سیاسي چارو کې نه ښکېل  کوي.

د مدني ټولنې فعاله، سامعه احمدي څرګندوي:«موږ له دوی(ایرانه) غوښتنه کوو چې افغانان دې نه اوباسي او له دوی سره دې سیاسي چلند نه کوي.»

د مدني ټولنې فعال، امید ناب زیاتوي:«هغه چلند چې له کډوالو سره کېږي د اندېښنې وړ دی او د انساني کراماتو خلاف دی.»

ایران او امریکا متحده ایالتو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او همداراز ایران کې له بد اقتصادي حالت سره په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او همداراز ډېر شمېر افغانان له دغه هېواده ویستل شوي دي.

 د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس، احمدجاوید نادم په دې اړه وايي::«د اتباعو د ویستو او همداراز په خپله خوښه یې د راتګ کچه زیاته شوې ده، دوی د ټولو ولایتونو دي چې د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راځي.»

د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې له ایرانه کابو اتیا زره افغانان راستانه او یا هم ویستل شوي دي. دوی وايي هره ورځ په منځنۍ کچه د اسلام کلا لارې کابو زر تنه  افغانان هېواد ته راځي.

د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې له ایرانه کابو اتیا زره افغانان راستانه او یا هم ویستل شوي دي

شریک یي کړئ