Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشدخان د سن‎رابزرس له ماتې وروسته؛ اوس خو لا د لیګ پیل دی

د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، راشد خان چې اوس مهال د هند کریکټ غوره لیګ کې د سن رایزرس حیدر آباد لوبډلې سره لوبه کوي، یک شنبې(د کب په څلورمه نېټه) د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې له ماتې وروسته خبري ناسته کې وویل چې لیګ تازه پیل شوی او راتلونکې کې به لاسته راوړنې ولرو.

راشد خان وویل:«رازل(د نایټ رایډرز لوبډلې لوبغاړی) ډېره ښه لوبه وکړه. هغې لوبه زموږ له لاسه یوړه. توپ اچوونکو بده لوبه نه ده کړې، خو رازل هم له توپ سره ښه لوبه وکړه.»

دیوید وارنر او شنکر ښه د سن رایزرس لپاره ښه لوبه پیل کړه او یادې لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې چوړې کړې.

خو نایټ رایډرز د رازل له ښې لوبې سره وتوانید چې ورکړل شوې موخه پوله کړي.

راشد په خبري ناسته کې وړاندې وویل:«دا یوازې د لوبو پیل دی. موږ ښه کار وکړ،‎ خو خو د لوبې په دریو وروستیو  اورونو کې ښه لوبه نه وه. دا په شل اوریزو لوبو کې کېږي هیله لرو چې په راتلونکو لوبو کې دا تېروتنې تکرار نشي او ښّ لوبه وکړو.»

هغه زیاته کړه:«ورکړل شوې موخه ښه وه او دفاع یې ښه وه.»

محمد نبي هم د سن رایزرس په لوبډله کې لوبه کوي، خو تېره لوبه کې یې لوبه ونکړه.

مجیب ځدراڼ بل لوبغاړی دی چې د کنګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبه کوي او ټاکل شوې ده چې دوشنبې(د وري په ۵مه نېټه) له راجستان رایلز سره لوبه وکړي. دا لوبه به د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د هند په جیپور ښار کې ترسره شي.

سن رایزرس د هند غوره لیګ لوبه کې خپله لومړۍ لوبه د کلکتې نایټ رایډرز ته د شپږو ویکټو په توپیر وبایلله

شریک یي کړئ