Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: داعش افغانستان کې د سرتېرو په نیونه بوخت دی

اسوشیټډپرس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي او افغان چارواکو له قوله لیکلي دي چې داعش ډلې افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی او اوس مهال د دې هېواد په شمال ختیځ کې د سرتېرو په نیونه بوخته ده.

دغه افغان او امریکایي چارواکي خبرداری ورکوي چې داعش ډله په امریکا او غربي هیوادونو د برید لپاره تابیا نیسي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی، اجمل عمر په دې اړه داسې وايي:«داعش نه ده ختمه شوې. داعش پیاوړې شوې ده. دا ډله هڅه کوې چې ځان سمبال کړي او نورو ولسوالیو ته ولاړه شي.»

 تر ډېره په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه انديښنه څرګنده شوې ده، په دغو سیمو کې د دې ډلې غړي نه یوازې له افغان امنیتي ځواکونو بلکې له طالبانو سره هم په سخته جګړه بوخت دي چې له امله یې په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.

په ننګرهار کې د داعش جګړې له کبله بې ځایه شوی، فرمان الله شېرزاد وايي:«داعش خطرناکه ډله ده. دا ډله د هېڅ پروا نه لري.»

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په غرنیو برخو او توره بوړې ته نږدې سیمو کې چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن پکې اوسېده هم د داعش ګواښونه جدي بلل کیږي.

د ننګرهار امنیه قوماندان، صفي الله امرخېل زیاتوي:«داعش ډلې له تباهۍ پرته افغانستان ته بل څه نه دي راوړي. موږ به د افغانستان په نظام کې د دې د ډلې د فعالیت مخه ونیسو.»

 که څه هم په تېرو دوو کلونو کې په هوايي بریدونو او عملیاتو کې په سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي، خو د ځینو استخباراتي چارواکو په وینا له دغې ډلې سره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، چچین، هند، بنګلادیش، چین او ځینو نورو هیوادونو د جنګیالیو یو ځاي کېدو آن په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د دې ډلې فعالیت زیات کړی دی.

د فاریاب والي، نقیب الله فایق څرګندوي:«داعش په قوش تیپې او جوزجانکې خپل حضور اعلان کړی دی او د دې ډلې یو شمېر سرتېري له فاریاب ولایته هلته ورغلي دي. هغه کسان چې دلته له داعش سره دي، یو یې امین الدین دی چې افغانستان کې د داعش ډلې مسوول دی، ویل کېږي چې د کندز په دشت ارچي کې دی. دا ګواښ ډېر زیاد جدي دی.»

داعش ډله نه یوازې پر لویدیځ د بریدونو په لټه کې ده بلکې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان له هغې جملې کابل کې هم د څو مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. 

د فاریاب والي وايي د داعش ډلې غړي اوس مهال د فاریاب او جوزجان ولایتونو په یو شمېر سیمو کې فعاله دي

شریک یي کړئ