Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې لپاره د بندیانو خوشې کول د طالبانو د غوښتنو یوه برخه ده

د (ان بي سي) د راپور له مخې له امریکا متحده ایالاتونو سره د طالبانو مستقیمو خبرو اترو لپاره د دې ډلې غوښتنه د حقاني ترهګرې ډلې بنسټ اېښودونکي زوی، انس حقاني او د سلګونو وسله‎والو طالبانو خوشې کول دي.

دې رسنۍ په هلمند کې د طالبانو یوه چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي لیکلي دي:«دا ناسته به د خبرو اترو لپاره لاره لا ډېره هواره کړي او یا هم د تل لپاره د دې خبرو اترو مخه ډب کوي.»

ده زیاته کړې ده:«که دوی(امریکایان) د راتلونکو خبرو اترو لپاره صادقه وي، نو دوی باید زموږ غوښتنه د بندیانو خوشي کولو په برخه کې په پام کې ونیسي.»

له بلې خوا د طالبانو څلورو لوړپوړو چارواکو افغانستان، اماراتو او قطر کې ان بي سي ته ويلي دي چې له امریکا سره به د طالبانو د استازو ناسته نېږدې راتلونکې کې د بندیانو د خوشې کولو په اړه ترسره شي.

خو پوښتنه دا چې د افغانستان حکومت به د انس حقاني خوشې کولو په بدل کې چې د طالبانو مهم مشر دی، هیڅ امتیاز ونه غواړي او د دوی له غوښتنې سره به همغږی شي.

 حقاني ډلې د بنسټ اېښودونکي، جلال الدین حقاني زوی، انس حقاني د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په اکتوبر کې کله چې له قطر څخه د بحرین پر لور روان وه، د امریکایانو لخوا ونیول شو او تر اوسه په بند کې دی.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د بندیانو د بدلون په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې دي.

د دې وزارت ویاند، هېډر ناوریټ ویلي دي:«موږ چمتو یوو چې له طالبانو سره د افغانستان خبرو اترو په موخه د دې هېواد حکومت او خلکو سره ودریږو.»

امریکا متحده ایالاتونو وروستیو میاشتو کې له طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره هڅې پيل کړې دي.

د سپټمبر یوولسمې نېټې امریکا کې تر بریدونو وروسته کله چې امریکا متحده ایالاتونه افغانستان کې د ابقاعدې مشر، اسامه بن لادن د شتون ادعا وکړه، خپل ځواکونه یې افغانستان واستول او د طالبانو رژیم نسکور شو.

له هغه وخته تر اوسه افغانستان کې د امریکا ۲۴۰۰ سرتېري او زرګونه افغانان په دې نښټو کې ټپي او وژل شوي دي.

انس حقاني د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په اکتوبر کې کله چې له قطر څخه د بحرین پر لور روان وه، د امریکایانو لخوا ونیول شو

شریک یي کړئ