Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحیمي:طالبانو کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې طالبانو د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه ناوخته ۱:۳۰ دقیقې د شکر درې ولسوالۍ په ناصري کي کې د بوی هزار لېسې ته اور ورته وکړی دی.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې طالبان لومړی د ښوونځي ساتونکی تړلی او وروسته یې ښوونځي ته اور ورته کړی دی.

ویل کېږي چې په دغې لېسه کې په سلګونه نجونو لیک لوست کاوه او اوس هغوی له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

که‎څه هم د کورنیو چارو وزارت طالبانو د دغه ښوونځي پر سوځولو تورنوي خو طالبانو په یوې خبرپآنه کې دا ادعا رد کړې ده.

شریک یي کړئ