Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحیمي: پروین درانۍ نیول شوې او دوسیه یې څارنوالۍ ته استول شوې

د کورنیو چارو وزارت وايي پروین درانۍ چې د یوه پولیس پر هلو او ټکولو تورنه ده، د پولیسو له خوا نېول شوې او د پروین درانۍ دوسیه به ډېر ژر لويې څارنوالۍ ته واستول شي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي د پروین درانۍ د نیولو حکم د دوشنبې په ورځ صادر شو، خو د هغې د ناروغۍ له امله نه ده نیول شوې، خو د کابل امنیه قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ هغه له دوسیې سره یې لویې څارنوالۍ ته ولېږله.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د پروین درانۍ له خوا ملي پولیسو د یوه افسر له وهل ټکولو په اړه کابل امنیه قومندانۍ ته د کورنیو چارو وزارت له لارښوونو وروسته، د کابل امنیه قومندانۍ د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې له سمون سره په دې اړه قانوني اجازه لرله، په خپله مېرمن دراني او دوسیه یې رسماً لویې څارنوالۍ ته واستول.»

پولیس وايي پروین درانۍ چې په تورو ښيښو لرونکي زغروال موټر کې سپره وه او د ګرځېدو جواز یې نه درلود، د پولیسو د تلاشۍ په وړاندې یې بې پامي وکړه.

پروین درانۍ اوس خپل زرهي موټر درولی او په عادي موټر کې تګ راتګ کوي.

د ولسي جرګې غړې او د پولیس پر وهل ټکولو تورنه پروین درانۍ په دې اړه وايي:«زه «وج» پلېت لرونکی موټر لرم چې ټول وکیلان یې لري، «ا A» کارټ لرم چې ټول وکیلان یې لري، او هر ادارې او ارګان ته چې موږ ځو هماغه کارټ ورښیو په خپله اعتبار دی.»

له بلخوا د ملي امنیت پخواني رییس رحمت اله نبیل د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي پروین درانۍ په دوبۍ کې د یوې کمرې د غلا کولو په تور د پلورنځي د ساتونکي لخوا ونیول شوه، خو د مېلمه‎پالنې په دود بېرته خوشې شوه. نوموړي لیکلي چې مېرمن درانۍ په ملي امنیت کې نورې دوسیې هم لري خو د مصوونیت له امله یې نه دي تعقیب شوي.

مېرمن درانۍ وايي:«زه رحمت الله نبیل ته چلنج ورکوم چې د تلې په یوې خوا کې دې هغه کېني او په بله پله کې پیسې اېږدم، بیا هم ستا وزن د پیسو په برابر نه کېږي، نه زه زورویونکې وکیله یم او خدای مه کړه یوه روپيۍ مې هم نامشروع نه ده خوړلې او په ناسمه لار نه وم.»

حقوق پوهان وايي مېرمن درانۍ اوس هېڅ مصوونیت نه‎لري او د هېواد د عادي وګړو په شان د قانون په وړاندې ځواب ویونکې ده.

پروین درانۍ د یکشنبې په ورځ د مسعود څلور لارې په سیمه کې یوه پولیس ته ښکنځلې وکړې او په څپېړه یې وواهه. د نوموړې دا کار د هېوادوالو له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

له دې پېښې وروسته د فیسبوک کارونکو هم د هغې دا کار غندلی دی.

شریک یي کړئ