Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحیمي: کابل ته د پاکستان لومړي وزیر د سفر پایله روښانه نه ده

څوارلس ورځې مخکې، د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته راغلی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

له ترهګرۍ سره مبارزه، امنیتي همکارۍ، په افغانستان کې د ثبات راوستل او اقتصادي مسایل د دواړو خواو د خبرو اترو اصلي چورلیز وه.

خو، اوس د حکومت اجرايي ریاست وايي چې د دغو خبرو اترو پایلې تراوسه روښانه نه دي.

د اجرايي ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه وویل:«د پاکستان د لومړی وزیر له بیا راتګ سره، مسایل له سره مطرح شول او افغان لوري خپل لیدلوري مطرح کړل؛ خو تر دې دمه چې له تاسو سره خبرې کوم، موږ د دغو دوه هېوادونو په سیاستونو او اړیکو کې د کوم فوق العاد پرمختګ شاهد نه یوو.»

له دې په ورته وخت کې، ټاکل شوې ده ډېر ژر د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا هېوادونو د علماوو درې اړخیزه غونډه د اندونیزیا په کوربه توب جوړه شي.

خو د سولې عالي شورا وايي چې اسلام اباد تراوسه په دغې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نه دی نیولی.

د سولې د عالي شورا مرستیال محمد حیدري په دې اړه زیاتوي:«اندونیزیا او افغانستان په بشپړه توګه چمتووالی لري چې دغه کنفرانس ژر تر ژره جوړ کړي. د دغې غونډې کوربه به اندونیزیا وي. خو پاکستان له بده مرغه تراوسه په دې اړه موږ ته واضیح ځواب نه دی راکړی، خو اعلان یې کړی چې په همدغې اوونۍ کې به خپل دریځ روښانه کړي.»

که‎څه هم اسلام اباد په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اسلام اباد ولې تل په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

د ولسي جرګې غړی محمود سلیمان خېل وايي:«پاکستان نه غواړي چې په دغه هېواد کې امنیت ټینګ شي. که پاکستان علما هم واستوي فکر نه کوم چې هغوی دې خپلواک وي.»

د ولسي جرګې بل غړی اسدالله سعادتي هم څرګنده وي:«هغوی پوهېږي که‎چېرې د دین دغه وسله د دین د علماوو له خوا له دوی څخه واخیستل شي، هغوی نه یوازې دا چې نه شي کولای جګړې ته دوام ورکړي، بلکې خپلو تېرو کړنو ته هو ځواب ووايي.»

طالبانو ته د حکومت د سولې له وړاندیز وروسته، د پاکستان لومړي وزیر کابل ته سفر وکړ، چې دا د پاکستاني د دویم لوړپوړي چارواکي سفر وه. له دې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه کابل ته راغلی وه او د افغان حکومت له چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې کړې وه.

شریک یي کړئ