Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه: افغان سیاستوال او طالبان به د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر، ضمیر کابلوف ځانګړي استازي دوشنبې(د غبرګولي په ۶مه نېټه) تایید کړې چې ټاکل شوې یو شمېر افغان سیاستوال له طالبانو سره په مسکو کې د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي.

ټاکل شوې مسکو کې د افغانستان او روسیې د دپلوماتیکو اړیکو د سل کلنۍ په ویاړ ناسته ترسره شي او په کې به افغان سیاستوال او د طالبانو استازي هم ګډون ولري.

ښاغلي کابلوف ويلي چې د ناستې دوهمه ورځ هم د افغان سیاستوال او طالبانو ترمنځ بین الافغاني ناستې ته ځانګړې شوې ده.

په دغه ناسته کې د ګډون په موخه پخوانی ولسمشر، حامد کرزی، د جمیعت اسلامي اجراییه رییس، عطامحمدنور، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند، حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا رییس، محمدکریم خلیلي او د طالبانو لخوا د یادې دلې سیاسي مرستیال، ملاعبدالغني برادر په مشرۍ ۱۴کسیزه پلاوي ګډون کړی دی.

ټاکل شوې نن مسکو کې له طالبانو سر د یو شمېر افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ ناسته پیل شي.

شریک یي کړئ