روسیه او پاکستان وايي چې په افغانستان کې د داعش حضور د زیاتېدو په حال کې دی، د همدې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یو ګډو پوځي کمېسیون جوړوي.
د داړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په مسکو کې په یوې غونډه کې وايي چې د داعشیانو زیاتوالی او د نشهیې توکو تولید د سیمې لپاره ستر ګواښ دی.
په دې لړ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي د افغانستان په ځينو سیمو کې د داعش فعالیت چې منځي ختيځ ته نېږدې دي ځينې هېوادونه او روسیه ګواښي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې اړه څرګنده کړه:« موږ په افغانستان کې د وضعیت د لاخرابېدو، د نشهيي توکو د تولید سربېره د ترهګرو او داعش پياوړتیا اندېښمن کړي یوو زموږ دغه ګډې اندېښنې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم د روسیې په څېر دریځ لري.
خواجه اصف په دې اړه زیاته کړه:« پاکستان او روسیه د افغانستان د عمومي وضعیت د خرابېدو په تړاو اندېښمن دي له ترهګرۍ، د نشهيي توکو له تولید څخه د ترلاسه شوو پيسو ګټه اخیستنه او د ترهګرو ملاتړ او د سیمې هېوادونو د امنیت تر ګواښلو پورې، ګډې اندېښنې لرو او د روسیې په څېر موږ هم په افغانستان کې د داعش د حضور پراخوالي اندېښمن کړي یوو.
خواجه اصف په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو له هڅې ستاینه کوي او د واشنګټن او کابل هغه تورونه نه مني چې پر د غه هېواد د ترهګرۍ په ملاتړ مطرح کېږي.
ښاغلي اصف زیاته کړه:« د تېرو ۱۷ کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو شتون هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې، هغوی په افغانستان کې لویې ناکامۍ لرلې، او هڅې روانې دي چې پاکستان او نورو هېوادونه د دې ناکامۍ په اړه ملامت کړي موږ دغه بې بنسټه تورونه رد کړي دي موږ نه شو کولای د نورو جګړو په موخه خپله خاوره کې وجنګېږو.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او امریکا هم ویلي، اسلام د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نهدی کړی چې افغانستان کې فعالیت کوي خو پټنځایونه يي په پاکستان کې دي.
اخوا افغان حکومت هم په افغانستان کې د داعش پراخ شتون نه مني او د دې ډلې پر ماتولو يې ټینګار کړی دی.