Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه: داعش په افغانستان کې د پښو کلکولو په حال کې دی

د روسيې دفاع وزیر، سرګي شویګو په افغانستان کې د داعش ډلې له بیا پياوړې  کېدو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي د شانګهای همکاریو د ناستې په څنډه کې چې په بیشکیک کې جوړه شوې وه ویلي چې په افغانستان کي د داعش ډله د پیاوړې کېدو په حال کې ده.

هغه همداراز زیاته کړې چې  داعش ډله غواړې نورو هېوادونو ته د رسېدو په موخه د افغانستان له خاورې د یوه پله په توګه کار واخلي.

سرګي شویګو همداراز ګواښ کړی چې اوس مهال د افغانستان حالات پېچلي شوي، ترهګرو او جنایتکارو ډلو لپاره د فعالت زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې مشر، ابوبکرالبغدادي وروسته له پنځو کالو په یوه ویډیو یې تصویر کې ښکاره شوی او په دې ویډیو کې یې ویلي دي چې د داعش ډلې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ به جګړه روانه وي.

نوموړی سوریه کې خپله ماته منلې او د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې ویلي دي چې سریلانکا کې بریدونه د سوریې په باغوز کې د داعش ډلې د ماتې غچ وو.

بغدادي وايي چې په دې وروستیو کې یو شمېر افریقايي هېوادونو له داعش ډلې سره بیعت کړی دی.

بغدادي په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د خلافت ادعا وکړه چې تر هغې وروسته په سوریې او عراق کې یې تر ولکې لاندې کابو اته میلیونه کسان وو، خو په دې وروستیو دریوو کلونو کې داعش ډله له سختو ماتو سره مخامخ شوه.

اوس مهال نه ده څرګنده چې بغدادي چېرته دی.

روسیه وايي داعش ډله غواړې نورو هېوادونو ته د رسېدو په موخه د افغانستان له خاورې د یوه پله په توګه کار واخلي

شریک یي کړئ