Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه: د افغانستان راتلونکي نظام په اړه باید افغانان پرېکړه وکړي

روسیه وايي په افغانستان کې د نظام څرنګوالي په تړاو  دا چې راتلونکي کې مؤقت حکومت رامنځته شي او کنه؟ باید د افغانستان خلک پرېکړه وکړي نه حکومت.

په کابل کې د روسیې سفیر له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي که غوښتنې دا وي چې طالبان په سیاسي نظام کې برخه واخلي، نو باید چې ورته د حل یوه لار پیدا کړی شي او دا د حل لار باید د افغانستان خلک، سیاسي ګوندونه او اغېزمنې څېرې ولټوي.

کابل کې د روسیې سفیر، الکساندر مانتیتسکي وايي:«حکومت نه، ستاسو خلک دې پریکړه وکړي چې کومې د حل لارې دي، دا چې موقته اداره ولې غواړي، که غواړئ نو پرېږدئ چې طالبان سیاسي نظام ته راشي، باید په دې برخه کې یو کار وشي، خو د افغانستان خلک، سیاسي ګوندونه او اغېزمنې څېرې خپله په دې برخه کې پرېکړه وکړي.»

 په همدې حال کې دا روسي دپلومات په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د بندو دروازو ترشا د خبرو په تړاو هم اندېښنه نه لري، خو دا چې ولې هوکړه نه ده شوې، دا یې اندېښنه ده.

 کابل کې د روسیې سفیر وايي:«موږ اوس د دې خبرو اترو په تړاو اندېښنه نه لرو، زما اندېښنه دا ده چې باید یوه هوکړه وشي، له ګوندونو سره د اوربند، د بهرنیو ځواکونو د وتو نېټې له هوکړې پرته د سولې راتګ شونی نه دی، باید اوایم چې سوله نه یوازې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بلکې د روسیې په ګټه هم ده.»

همداراز مخکې له دې د پاکستان لومړي ویز عمران خان هم د افغانستان د راتلونکې نظام په تړاو او د یوې موقتې ادارې د رامنځته کولو په موخه خپل نظر څرګند کړی وو چې افغانستان کې له غبرګونونو سره مخامخ شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره، سیما سمر وايي:«هغه سوله چې په جبر او په زور وي او د بشري حقونو ارزښتونه تر پښو لاندې شي، سوله نه ده، یوه سیاسي هوکړه ده، له اوسني نظام نه چې  جمهوري دی، او خلکو یې لپاره قرباني ورکړې، موږ یې ملاتړ کوو.»

په کابل کې د روسیې سفیر مسکو ته د له طالبانو سره د خبرو په موخه د خپلو استازو پر نه لیږلو نیوکه کوي او پر دې ډول ناستو ټینګار کوي، خو د راتلونکو ناستو د کره نېټې په اړه څه نه وايي.

په کابل کې د روسیې سفیر له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي که غوښتنې دا وي چې طالبان سیاسي نظام ته راشي، نو باید چې د حل یوه لار پیدا کړی شي

شریک یي کړئ