Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه: د امریکا ناکامۍ له کبله د سولې بهیر ته راګډ شو

روسي ډېپلوماټ د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې هېواد د ښکېل کېدو لامل د سولې په راوستو کې د امريکا متحده ایالاتونو پاتې راتلل بولي.

ضمیر کابلوف (د لړم په ۲۰مه نېټه) ویلي د مسکو په کوربه توب د جمعې په ورځ( د نومبر په ۹مه) نېټه ناسته لامل شوه چې د افغانستان د سولې عالي شورا او طالبانو استازي د یوه مېز ترشا کیني او خبرې وکړي.

ښاغلی کابلوف دا ناسته د سولې خبرو لپاره لومړۍ ګام او کوچنۍ نښه بللې ده.

ده ویلي دي:«افغانستان موږ ته نېږدي دی، نو د روسیې او ملګرو ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ دي. موږ نشو کولی هغه څه چې رامنځته کيږي موږ ورته په سړه سینه وګورو، موږ اجازه ورکړه تر څو امریکا متوجه شي چې هڅې یې بریالۍ نه دي.»

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړې ده چې روسیه په افغانستان کې سوله غواړي او د دې موخې لپاره هڅې کوي ځکه چې افغانستان کې د جګړې دوام د روسیې منځنۍ آسیا کې د متحدینو ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا او متحدین یې افغانستان کې له طالبانو سره په مبارزه کې ناکام شوي دي:«لویدیځ د افغانستان جګړه بایللې ده.»

ضمیر کابلوف ویلي دي چې امريکايي او د ناټو ځواکونو افغانستان کې نه یواې چې ستونزه نه ده هواره کړې، بلکې هغه یې زیاته کړې ده.

ده زیاته کړې ده:«که دوی لا هم پر خپلو ځواکونو تکیه وکړي، نو زرګونه نور قرباني به ولري او لا به یې هېواد وران شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ( د نومبر په ۹مه نېټه) روسیه کې د افغانستان د سولې عالي شورا او  په قطر کې د طالبانو د دفتر د غړو په ګډون ناسته وشوه.

طالبانو په دې ناسته کې د تل په څېر له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو پر وتو  ټینګار وکړ.

کابلوف ویلي دي چې ښایې د روان مني څخه وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره وګوري.

مسکو د جمعې په ورځ د افغانستان سولې ته د زمینې برابرولو په موخه د سولې عالي شورا او د طالبانو د استازو کوربه وو

شریک یي کړئ