د نوي کال لومړۍ ورځې لمانځنې سره سم کابل د یو یوشمېر چاودنه شاهد وو چې په ترڅ کې یې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه د چاودنو لهسیمې شپږ مړي ۲۳ تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د پېښې شاهدات وايي دا چاودنې نن(پنجشنبې د وري په لومړۍ نېټه) د کابل کارتې سخي سیمه کې د سخي زیارت او علي آباد روغتون ته څېرمه شوې دي.
په همدې حال کې د طلوع نیوز خبریال، شریف امیري چې سیمې ته تللی او د علي اباد روغتون نه یې لیدنه کړې وايي دې روغتون ته دوه مړي او څوارلس ټپیان لېږدول شوي دي.
د چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.