Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رووف: ولسمشر د قانون پر خلاف نواز شریف مشرانو جرګې ته انتصاب کړی

ولسمشر د تېر یوه کال په لړ کې د مشرانو جرګې د څلورو ښځينه سناټورانو په ګډون کابو ۹ انتصابي سناټوران لیرې او پر ځای یې نور نرینه سناټوران ګمارلي دي.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون رییس جاوېد رووف وايي چې ولسمشر د قانون پر خلاف نواز شریف حیات هغه کس چې د هغه په وینا د سناټورۍ لپاره یې قانوني عمر نه دی بشپړ کړی، د سناټور په توګه ګمارلی دی.

هغه په دې اړه وویل:« د ۳۵ کلونو څخه کم عمر په بشپړه توګه د اساسي قانون په خلاف دی. زه له کوم چا سره ستونزه نه لرم، خو قانون ماته معتبره دی، قانون تر هر څه لوړ دی او باید د قانون په سمون کې ترسره شوی وای چې له بده مرغه نه دی شوی.»

 د قانون له مخې د مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې ۳۴ تنه یې د ولسوالیو له شوراګانو ټاکل کېږي او ۳۴ تنه نور یې له ولایتي شوراګانو دې جرګې ته لار پیدا کوي او ۳۴ تنه نور یې د ولسمشر له لوري انتصاب کېږي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشرتابه پلاوي غړی وحید فرزه‎يي په دې اړه وايي:«د افغانستان د اساسي قانون د ۸۵ مادې د لومړي بند په سمون کې د سناټور سن ۳۵ کاله دی یعنې له ۳۵ کلونو یوه ورځ کم عمر هم د مشرانو جرګې د غړي په توګه نه غوره کېږي.»

د قانون له مخې د مشرانو جرګې د  څلور دیرشو انتصابي غړو نیمایي هغه باید ښځې معرفي شي، خو په نږدې لسو هغو سناتورانو کې چې په تېر یو کال کې بدل شوي دا کسان دي:

نواز شریف حیات د شفیقې نوروزخېل پر ځای، غیرت بهیر د فریدې کوچۍ پر ځای، یوسف نورستاني، د نجیبې حسیني پر ځای او عبدالقادر نورزي د رڼا ترين پرځای ټاکل شوي دي.

دا کسان د ولسمشر له لوري په جلا جلا فرمانونو کې ګمارل شوي دي.

د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله فروزان رسولي وايي:«دا د ښځو لپاره یو ډېر تریخ خبر دی او د زغم وړ نه دی، نه یوازې د سناټورانو لپاره بلکې د دغې ټولنې پر ټولو ښځو منفي اغېزه کوي.»

 اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د قانون له مخې حکومت مسوولیت لري څو د مشرانو جرګې د انتصابي غړو اسناد دغه کمېسیون ته وسپاري، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو سناتوران له اسنادو خبر نه دی چې تازه د ولسمشر له لوري معرفي شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سیدحفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«د قانون په مطابق د دوی وثیقه باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون جوړ او مجلس ته یې واستوي، خو دا کسان چې معرفي شوي تراوسه د ټاکنو کمېسیون ته د دوی په اړه څه نه دي راغلي.»

وموغوښتل چې په دې تړاو د جمهوري ریاست نظر هم ولرو خو په دې کار بریالي نه شوو.

شریک یي کړئ