Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټونه:طالبانو دشپږمې حوزې پر برید کې له کېمیاوي توکو کار اخیستی

حکومت د کابل پر شپږمې امنیتي حوزې د طالبانو په برید کې د کېمیاوي توکو پر کارېدو چې په هغه کې ۲۱ تنه ووژل شول او ۱۰۴ تنه نور ټپيان شول،څېړنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي په دې اړه جدي اندېښنه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه له بهرنیو ځواکونو سره ګډه څېړنه کوي.

اوس داسې رپوټونه خپاره شوي چې په دې برید کې بریدګرو له یو ډول کېمیاوي توکو څخه هم کار اخیستی دی.

په دغې پېښه کې د ګیر پاتې شویو افسرانو د سترګو لیدلی حال داسې دی.

د شپږمې حوزې د پولیسو افسر شجاع خان وايي:«د یوې فیتې په څر یو څیز ته یې اور ورته کړ او ددننه خونې ته یې واچوه،د غازو یو توند بوی یې درلود،دستمال مې په وینو ککړ وه،پوزې ته ونیوه دا چې مړ شم ښه دی چې وسوځېږم.»

دوه بریدګر د کابل شپږمې امنیتي حوزې ته دننه ننوتي وو. له یوې خوا یې ګیر پاتې شوي کسان په ډزو سره وژل له بل لوري یې له یو ډول کېمیاوي توکي هغوی ګواښل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:«هڅه لرو چې د خپلو متحدینو بهرنیو ځواکونو په مرسته په افغانستان کې دي او له ډېرو امکاناتو څخه برخمن دي له موږ سره همکاري وشي چې په هراړخیزه توګه څېړنې ترسره شي او هغه کېمیاوي توکي چې په چاودنه کې ترې استفاده شوې ټول وڅېړل شي. »

له افغانستان څخه بهر هم د طالبانو لخوا په برېدونو کې له کېمیاوي وسلو کار اخیستو اندېښنې راپارولې دي.

 لکه څنګه چې د هند دفاع وزیر کېمیاوي وسلو ته د ترهګرو له لاسرسۍ اندېښنه لري.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي وویل:«که‎چېرې داسې پېښه شوې وي،د نړۍ د قوانینو په کچه سرغړونه ده،همدارنګه هغه ژمنې چې حکومتونه یې لري،ممنوع ته د ترهګریزو ډلو لاسرسۍ،چې طبعاً هغوی په خپله یې نه‎شي تولیدولای.»

افغانستان د ترهګریزو بریدونو په اړه له هېواده بهر د ترهګرو د مرکزونو په تړاو ډېر اسناد خپلو متحدانو او پاکستان ته سپارلي دي. خو تر اوسه د دغو بریدونو په مخنیوي کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

اوس به ولیدل شي که چېرې د کېمیاوي وسلو کارول ثابت شي کابل به څه وکړي؟

شریک یي کړئ