Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رییس ځاځی: د ولسمشر له دفتره ځینو وګواښلم

ريیس ځاځي چې نږدې اته میاشتې مخکې د ولسمشر د ساتونکو له خوا په هرات کې ووهل شو او تر هغې وروسته کابل ته ولېږدول شو، اوس هغه ګواښ کوي که‎چېرې ولسمشر د هغه دوسیې ته پاملرنه ونه کړي ځان ته به اور ورته کړي.

 رییس ځاځی چې تراوسه له ملي امنیت سره و، د دوشنبې به ورځ (د چنګاښ په ۳مه)د دې ریاست د کارکوونکو له‌خوا شکایاتو ته د رسېدنې په چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر ته راوړل شو.

دی وايي، درې میاشتې کېږي چې د ملي امنیت کسانو له‌خوا تر نظارت لاندې دی او شپې او ورځې په دعا لیکلو تېروي.

د پکتیا اوسېدونکی ريیس ځاځی وايي:«تراوسه اته میاشتې کېږي چې د ولسمشر په لارښونې کابل ته راغلی یم، خو تراوسه مې له هغه سره نه دي لیدلي، ولې؟ دې ته باید ولسمشر ځواب ووايي. تا زه راوغوښتم چې ستونزې ته دې رسېدنه کوم، خو تراوسه نه ده شوې... پای به دې داسې وي چې پټرول واخلم او ځان ته د ارګ په وړاندې اور ورته کړم. که هغه وخت زما ستونزه حل شي، وروڼه او نور خلک ما ژوندی نه پرېږدي. غواړم چې ووایم چې د اتو میاشتو په اوږدو کې ولسمشره تا ولې له ما سره ونه لیدل ایا زما څېره خرابه ده، یا ستا سره د لیدو حق نه‎لرم؟»

دی وايي، ډېرې خبرې لري، خو هغه مهال چې قضیې ته یې رسېدنه وشي، خلکو ته به یې ووايي.

ځاځي زیاته کړه:«دوه تنه یې تعیین کړي چې زموږ ستوزو ته دې رسېدنه وکړي؛ یو یې شکوهمند نومېږي. او رییس صاحب (ولسمشر) ورته ویلي و چې هره ورځ د ځاځي صاحب مالومات ماته راوړه، خو په خپله شکوهمند صاحب ماته زنګ وي چې ستا ستونزه چېرته رسېدلې؟ زه څنګه تمه ولرم چې زموږ جنجال دې دولت حل کړي؟ ما ته مرتضوي صاحب (د ولسمشر د ویاند مرستیال) هم ویلي چې شکوهمند صاحب هم ویلي نور له موږ سره اړیکه مه نیسه! حتا ویلي که‎چرې د وهل ټکولو په اړه څه ووایې ستا قضیې ته پاملرنه نه کېږي.»

خو د ولسمشر سلاکار اسدالله وفا وايي، د اتو ولایتونو یو پلاوی د ريیس ځاځي د ستونزې د حل لپاره پکتیا ته تللی دی.

ښاغلي وفا څرګنده کړه:«د دې لپاره چې موږ د موضوع بنسټ ته ورسېږو، له اتو ولایتونو استازي تعیین کړي؛ د ولسي جرګې مخکنی غړی خالق بالاکرزی، له ارزګان څخه سناټور عظیمي، له کندوزه کاکړ، له غزني فیض الله فیضاب، سناټور اصف، مولوي حقاني له لغمانه، حاجي نورالدین خان له پکتیا نه ګوماري چې دا قضیه حل کړي.»

ځاځی وايي، مېرنی ورور یې د دوی ځمکه غصب کړې او وروڼه یې مور وهي.

دی زیاتوي، ورور یې زورواکی دی او د پیسو او اړیکو په زور دولتي چارواکي نه پرېږدي چې شکایت ته یې رسېدنه وکړي.

د ملي امنیت ریاست د دې ځوان د برخلیک په اړه څه نه وايي.

ځاځی اته میاشتې وړاندې کابل ته راولېږدول شو چې ګوندې قضیه به یې وڅېړل شي، خو تر اوسه یې لا هم ستونزه حل شوې نه ده.

دغه معترض ځوان وايي د ولسمشر له دفتره ځينو کسانو په ځانګړې توګه د ولسمشر د ویاند مرستیال هغه ته ویلي که چېرې د وهلو ټکول په اړه دې څه ویلي وو دوسیې ته به یې پاملرنه ونه شي.

شریک یي کړئ