Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زابل میزان ولسوالۍ امنیه قومندان ژوند له لاسه ورکړ

د زابل ولایت په میزان او شهر صفا ولسوالیو کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې د میزان ولسوالۍ امنیه قومندان او اووه سرتېري وژل شوي دي.

د زابل والي، رحمت الله یارمل وايي طالبانو تېره شپه(شنبې د تلې په ۲مه نېټه) د شهر صفا ولسوالۍ پر اسحاقزیو سیمې بریدونو کړي چې په پایله کې یې اوو پولیس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د زابل ولایت په امنیه قومندانۍ کې یو چارواکی وايي طالبانو تېره شپه د میزان ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي دي.

یاده سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې د میزان ولسوالۍ امنیه قومندان، اسد ماما ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه سرچینه همداراز څرګندوي چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

زابل ولایت امنیه قومندانۍ کې یوه امنیتي سرچینه وايي پر میزان ولسوالۍ د طالبانو بریدونو کې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ