د زابل ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې پر ورځ( د وري۲۱مه) د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پرمهال دوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یو تن بل ټپي دی.
دا چارواکي زیاتوي چې برید د یاد ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې شوی دی.
د زابل امنیه قومندان، مل پاسوال، میرویس خان نورزی وايي چې طالبانو یو پولیس له ځانه سره بېولی او د دوو تنو نورو برخلیک هم نه دی څرګند.
ده وړاندې وویل چې طالبانو د افغان ځواکونو یو رنجر موټر او یو شمېر وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
طالبانو هم د برید مسوؤلیت منلی دی.