د زابل ولایت سیمهييز چارواکې وايي چې د دې ولایت په سیورې ولسوالۍ کې د سرک غاړي ماین چاودنې له کبله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې پېښه نن(پنجشنبې د کب۳مه) هغه مهال شوې چې یو موټر د سرک غاړې خښ شوي ماین سره برابر شو.
په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان دي.
د سیورې ولسوالۍ امنیه قومندان، غلام جیلاني وايي چې دا پېښه په کامکاریز سیمه کې شوې ده.
دی زیاتوي د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لیږدولي دي.
د ماین خښولو مسوؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو افغان امنیتي چاراکي تر ډېره یې پړه پر مخالفو وسلهوالو ور اچوي چې د افغان ځواکونو د په نښه کولو په موخه یې خښوي.
د سړک غاړې ماین چاودنو قربانیان تر ډېره ملکي کسان وي.