Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې موټر بم چاودنې۲۰ تنه ووژل او ۶۶ نور یې ټپيان کړل

د زابل په مرکز کې موټر بم چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۰ کسانو ژوند واخیست او کابو ۱۰۰ نور یې ټپيان کړل.

طالبانو نن سهار پنج‎شنبې (د وږي په ۲۸مه نېټه) ۵:۵۰ د زابل کلات ښار د ولایتي روغتون سره نېږدې د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ.

بلخوا د زابل د ولایتي شورا رئیس، عطا جان حقبیان په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ کسه او د ټپیانو شمېر ۶۰ کسان یادوي او وايي چې په برید کې د زابل ملکي روغتون څو ودانۍ هم له منځه تللې دي.

د پېښې له ځایه ګڼ ملکیان خصوصي روغتونو ته رسول شوي او له کندهار ښار څخه هم زابل ته امبولانسونه استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په ننګرهار ښار کې د برېښنايي پېژندپاڼو پر مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د زابل مرکز کلات کې د موټر بم چاودنه کې چې طالبانو یې مسوولیت منلی د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي

شریک یي کړئ