په زابل ولایت کې تېر مازدیګر(شنبې د غبرګولي۶مه) د پولیسو ترمنځ یوه نفوذي کس پر ۶ پولیسو ډزې کړي او وژلي یې دي.
د زابل ولایت امنیه فومندانۍ د امنیت آمر، غلام جېلاني فراهي وايي چې پيښه د یاد ولایت شینکۍ ولسوالۍ د سوریي سیمې اړوند شوې ده.
ښاغلی فراهي زیاتوي زیاتوي چې بریدکوونکی په سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
د برید مسوؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال په پیل کې هم یوه سیمهييز پولیس چې له طالبانو سره یې اړیکه لرله د کندز-علي اباد د لویې لارې په اوږدو کې د سیمهييزو پولیسو په یوې پوسته کې یې خپل ۹ تنه همکاران په ډزو وژلي وو.
هغه پېښه کې بریدګر د دغې پوستې وسلېمهمات او تجهیزات له ځان سره طالبانو ته وړي دي او د وژل شویو سرتېرو مړو ته یې اور ورته کړی وه.