Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په زابل کې د پولیسو پنځه تنه سرتېري وژل شوي

زابل ولایت کې امنیتي سرچینې د پنځو تنو افغان سرتېرو د له وژل کېدو خبر ورکوي.

دا سرچینې زیاتوي چې یاد شمېر سرتېري د زابل ولایت مرکز کلات په اړوند سیمه کې د طالبانو له خوا د هغوی پر پوستو د برید په پایله کې وژل شوي دي.

ویل شوي چې طالبانو په پوسته کې شته وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

په زابل کې امنیتي سرچینې وايي چې د برید د عاملینو د له منځه وړلو په موخه یې په سیمه کې د افغان ځواکونو لخوا پوځي عملیات پیل شوي دي.

په زابل ولایت کې یو شمېر امنیتي سرچینو نن(شنبې د سلواغې۲۸مه) د افغان سرتېرو پر پوستې د برید خبر ورکوي

شریک یي کړئ