د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په ابو ظبۍ کې د ځینو هېوادونو له استازو سره لیدلي.
ښاغلي خلیلزاد په دې غونډه کې د عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او افغانستان له استازو سره خبرې کړې دي.
په غونډه کې د سولې اړوند بحث شوی، چې پخپله يې زلمي خلیلزاد هم ستاینه کړې ده.
نوموړی تېره شنبه کابل ته راغی او د حکومت د مشرانو په ګډون يې د سیاسي ګوندونو له ځينو مشرانو سره هم لیدلي دي.
اټکل کېده چې هغه به د خپل دویم سفر په لړ کې له پاکستاني چارواکو سره هم وګوري، خو پاکستاني رسنۍ وايي، د دې هېواد لومړی وزیر د سفر په حال کې دی، نو ښايي خلیلزاد اسلام اباد ته لاړ نه شي.
دا د نوموړي په شپږ میاشتني ماموریت کې دویم سفر دی، هغه په لومړني سفر کې کابل، اسلام اباد، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفرونه وکړل چې د طالبانو له استازو سره يې هم مخامخ خبرې کړې دي.