Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د خپل سفر نوی پړاو پيل کړ

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د هڅو لپاره د خپل سفر نوی پړاو افغانستان، او ځینو نورو هېوادونو ته پيل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلی خلیلزاد به د اپرېل له ۲۱ مې د مۍ تر ۱۲ مې به له افغانستان، هند، پاکستان، قطر، سوریې او برېټانیې لیدنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد د خپل د سفر په دې پړاو کې، افغانستان کې د جګړې د پای لپاره به هڅه وکړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلی خلیلزاد به کابل کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو او همدارنګه نورو افغانانو سره مشوره وکړي څو ټول لوري د سولې خبرو اترو د کار لپاره وهڅوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد په لندن، مسکو،اسلام اباد او نوي ډیلي کې د افغان سولې بهر د نړیوال ملاتړ د جذبولو لپاره او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د سولې هر ډول هوکړه به پایداره وي، هڅه وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه