د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني او د ساداتو قوم ځيني مشران وایي کهچېرې په برېښنایي تذکرو کې د افغانستان د ټولو قومونو نومونه ونه لیکل شي، برېښنایي پېژندپاڼې به وانهخلي.
د برېښنايي پېژندپاڼو په سیسټم کې یوازې د هغو ۱۴ قومونو نومونه لیکل شوي چې په اساسي قانون کې یاد شوي دي.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په دې اړه وايي:«خدای دې وکړي چې دا ستونزه ډېره هم ستره شي، خو موږ د سید، بیات، قرلق، خلیلي په څېر له خپل پېژاند سره لوبه نه کوو.»
د قومونو د ګډ کمېسیون رییس او د افغانستان د ازاد اسلامي حرکت ګوند مشر سید محمد علي جاوېد د دوشنبې په ورځ د بایومتریک لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ خو د برېښنايي پېژندپاڼو په سیستم کې د سادات قوم د نوم د نشتوالي له امله یې له بایومتریک یا د کوتو د نښتو له اخیستو ډډه وکړه او له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه بهر شوو.
ښاغلي جاوېد په دې اړه وویل:«یو ځوان راغی فکر کوم چې د نوملیکنې پروسې مشر وه، هغه وویل چې تراوسه په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم نه دی رسېدلی او تاسې کولای شي بل قوم غوره کړئ. وروسته ما وویل چې قوم انتخابي نه دی.»
په دې لړ کې ډېری نور کسان ګواښ کوي که یې د قوم نومونه په برېښنايي تذکرو کې ونه لیکل شي دا پېژندپاڼې به وا نهخلي.
د افغانستان د اسلامي خوځښت ګوند مشر سید خلیل انوري په دې اړه وویل:«یوه ستره نابرابري او یوه ستره بې عدالتي ده.»
د هېواد په اساسي قانون کې یوازې د څوارلسو قومونو نومونه لیکل شوي دي، د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي د افغانستان ملت له پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو، پشهيي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، گوجر، براهوي او نورو قومونو جوړ دی.
اوس پوښتنه دا ده چې له دغو څوارلسو قومونو څخه پرته نورو قومونو ته پر کوم بنسټ تذکرې ورکول کېږي؟
خو د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وایي، نور قومونه دې د تذکرې اخېستو پر مهال، له همدغو ۱۴ قومونو یو وټاکي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې ویاند روح الله احمدزي په دې اړه وايي:«هر شخص او کس چې د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره موږ ته مراجعه کوي، د اطلاعاتي بانک پر بنسټ باید له څوارلسو قومونو څخه یو قوم انتخاب کړي.»
په دې لړ کې په داسې حال کې چې په اساسي قانون کې عرب یو قوم بلل شوی د علومو اکاډمۍ یو غړی عرب او سادات قومونه نه بولي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی بخت محمد بختیار په اړه څرګنده کړه:«سادات یو قوم نه دی، دا د ټولنپوهنې له پلوه یو عقیدهيي او کلتوري مفهوم دی. یا عرب؛ عرب د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دي موږ نه شو کولای دوی ته قوم ووایوو.»
د بریښنايي پېژندلیکونو لپاره د کوتو د نښو اخیستل (بایومتریک) شپږ ورځې مخکې په ارګ کې پيل شو تراوسه د ولسمشر غني په ګډون له ۴۰۰ زیات کسان بایومتریک شوي دي.