د ملي جنبش مرستیال، وايي چې جنرال عبدالرشید دوستم به تر راتلونکو دوه ورځو هېواد ته راستون شي.
عبدالله قرلق وايي د ولسمشر د ولومړي مرستیال د راستنېدو لپاره خبرې اترې وروستۍ شوي او ټاکل شوې چې جنرال دوستم د یکشنبې په ورځ هېواد ته راشي.
د ښاغلي قرلق په وینا، د حکومت استازو له جنرال دوستم سره د هغه د واکونو د ورکړې او د نظام الدین قیصاري د خلاصون په اړه د جنرال دوستم له راستنېدو وروسته هوکړې ته رسېدلي دي.
څه باندې یو کال کېږي چې جنرال دوستم په ترکیه کې ژوند کوي. هغه د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي پر جنسي تېري تورن دی.
کهڅه هم د ښاغلي دوستم ته نېږدې کسان وايي چې هغه د لومړي ځل لپاره ترکیې ته د درملنې لپاره تللی وه، خو وروسته د حکومت له خوا ورته د راستنېدو اجازه ورنه کړه.
اوس د دوه اوونیو په لړ کې د حکومت د استازو چې په هغه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي او همدارنګه په حکومت کې جنرال دوستم ته وفادارې څېرې هوکړې ته رسېدلي چې ښاغلی دوستم دې هېواد ته راستون شي.
د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه وویل:«سبا نه بله ورځ انشاالله معاون صاحب لومړی به هېواد ته راستون شي؛ ټول تشریفات او د ښه راغلاست تابیاوې په لوړه دولتي کچه د حکومت له خوا نیول شوي دي.»
ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې هوکړې په اړه څه نه وايي، خو د جنبش ګوند مرستیال وايي چې په دغو خبرو اترو کې د جنرال دوستم د دوسیې په اړه چې ګواکې پر احمد ایشچي یې جنسي تېری کړی، په لویه څارنوالۍ کې هم هوکړه شوې ده.
هغه زیاته کړه:«دوسیه یې هم په خپله جوړه کړې وه او ټاکل شوې ده چې په خپله یې له منځه یوسي.»
له دې وړاندې ولسمشر ویلي چې د جنرال دوستم د راستنېدو احتمال زیات دی او د هغه د دوسیې حقوقي اړخونه لویه څارنوالۍ څاري.
هغه ویلي وو:«د جنرال صاحب د راستنېدو احتمال زیات دی له لویې څارنوالۍ سره په څرګنده خبرې شوي ځکه چې دا موضوع حقوقي اړخ لري.»
جنرال دوستم ته له وفادارو قومندانانو څخه د نظام الدین قیصاري ازادېدل، هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال له راستنېدو وروسته د دغو هوکړو له نورو برخو دي.
له حکومت سره د دغې هوکړې له وروستي کېدو سره په ورته وخت کېد د هېواد په شمال کې اعتراضونه هم درېیمه اوونۍ ته غځېږي.
لاریون کوونکي هېواد ته د جنرال دوستم تر راستنېدو د اعتراضونو پر دوام ټینګار کوي.
د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج په دې اړه وویل:«زموږ لاریونونه به زموږ د خلکو تر غوښتنې پورې دوام لري.»