Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوله غوښتونکي دامریکا سفارت په مخکې داعتراضونو پر دوام تینګار کوي

د امریکا سفارت په وړاندې د سولې غوښتنې د ولسي حرکت غړي د اعتراض په څلورمه ورځ وايي تر هغې چې د امریکا له کانګرس او خلکو سره اړیکه ټینګه نه کړي له دې ځایه به لیرې نه شي.

ټاکل شوې وه چې هغوی د درې ورځو لپاره د امریکا سفارت مخې ته پاتې شي.

د دغه ولسي حرکت ځينې غړي وايي چې ټاکل شوې ده کانګرس او د امریکا خلکو ته یو لیک واستوي او له هغوی وغواړي چې په افغانستان کې دې جګړه پای ته ورسوي.

د سولې غوښتنې د ولسي حرک مشر اقبال خیبر په دې اړه وايي:«موږ په امریکا کې له افغانانو سره خبرې کړي او هڅه کوو چې له دې لارې زموږ غوښتنې پوره شي.»

د سوله غوښتوونکو حرکت له پلي مزل وروسته کابل ته ورسېد او له کابو دوه اوونیو راهیسې په کابل کې د سوله غوښتنې غږ پورته کوي.

یو له دغو سوله غښتونکو څخه محمد نبي سوله‎مل دی هغه وايي:«په ۲۰ مټره سړک کې ۵۰ کیلو د مرمۍ پوچک پیدا شول دا مرمۍ پر موږ ورول شوې دي. موږ ته ډېرې زیانونه رسېدلي دي.»

د دغه حرکت بل غړی حبیب الرحمان البدر هم زیاتوي:«هغه دردونه او رنځو او کړاونه چې نروو خلکو لیدلي، موږ هم لیدلي. باید د نورو په درد کې ځان شریک وبولو که ونه کړو سبا هماغه درد به پر موږه راشي.»

ټاکل شوې د دغه حرکت غړي له امریکا سفارت وروسته په کابل کې د روسيې د سفارت پر وړاندې هم  پرلت وکړي.

شریک یي کړئ