Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوله غوښتونکي: طالبانو په ډنډغوري کې موږ وګواښلو او سپکاوی یې وکړ

د سولې د ولسي حرکت غړي وایي، د بغلان ډنډ غوري کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تلل او غوښتل یې دې ډلې ته د سولې پیغام ورسوي، خو طالبانو رټلي او سپکې سپورې یې ورته ویلي.

د سولې تږو کسانو له هملند نه کابل ته د خپل سفر په لړ کې، نېږدې شل ورځې وړاندې په لوڅو پښو د مزار شریف په لور حرکت وکړ او بغلان ته ورسېدل.

خو کله چې د دغه حرکت غړو وغوښتل چې د دغه ولایت د ډنډ غوري سیمې ته چې د طالبانو په واک کې ده لاړ شي او دې ډلې ته د سولې د ټينګښت او د جګړې د پایته رسېدو پیغام ورسوي؛ د دغه حرکت د غړو په وینا د دې ډلې له لوري وګواښل شول او سپکاوی یې وشو.

د دغه حرکت یو غړی بسم الله وطندوست وايي:«د جګړې د پای شعارونه مو ورکول چې جګړه بس ده او موږ سوله غواړو چې کابو ۲۰ طالبان راغلل او موږ یې وګواښلو او سپکاوی یې وکړ او موږ ته یې سپکې سپورې وویلې.»

طالبان تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 د دغه حرکت غړي د جمعې ورځې په سهار له بغلانه کندز ته په موټر کې ولاړل او د کندزیانو له تاوده هر کلي سره مخامخ شول.

د هېواد شمال ته د دغه حرکت تر ټولو کوچنی غړی هغه ماشوم دی چې په کابل کې له دغه حرکت سره یو ځای شوی دی. دی حکمت الله نومېږي چې تر ټولو لویه هیله یې په افغانستان کې سوله ده.

د سولې غوښتنې د ولسي حرکت تر ټولو کوچنۍ غړی حکمت الله څرګنده کړه:«له موږ سره یوځای شئ چې سوله راشي او ټول خوشحاله وي.»

خو څارن هم د دغه حرکت ملتیا کوي، څارن نوم یې پر هغه سپي ایښي چې له کابله تر بغلانه له دغه حرکت سره یو ځای تللی دی.

ټاکل شوې ده دغه حرکت له کندزه بغلان ته راستون شي او د مزار شریف د لوڅو پښو سفر ته مخه کړي.

د دغه حرکت غړو د هلمند - کابل لاره هم د سولې لپاره په  ۳۸ ورځو او شپو کچ کړه.

ټاکل شوې ده دغه حرکت له کندزه بغلان ته راستون شي او د مزار شریف د لوڅو پښو سفر ته مخه کړي. د دغه حرکت غړو د هلمند - کابل لاره هم د سولې لپاره په  ۳۸ ورځو او شپو کچ کړه.

شریک یي کړئ