Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوله غوښتونکي پر خپلو وینو رنګین لیک ملګرو ملتونو سازمان ته استوي

د سولې ولسي کاروان سبا(چهارشنبې د زمري۳مه) د کاغذ پر پاڼې د لاس وینو بهولو سره د ملګرو ملتونو دفتر او کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته خپل پرلټ پای ته رسوي.

د دې مدني حرکت ویاند وايي چې له دې کار سره غواړي ښکاره کړي چې پاکستان لسګونو کلونو راهیسې د یوه مضر ګاونډي سره توګه د افغانستان یو شمېر خلکو په لاس کې چاړه ورکوي تر نور افغانان ووژني.

د یاد کاروان ویاند، بسم‎الله وطن‎دوست څرګندوي:«پر سپینه پاڼه خپل د لاس وینه بهوو او هماغه کاغذ هغوی ته استو او له دغه لیک او له دغه کار څخه زموږ موخه دا ده چې پاکستان تل په افغانستان کې زموږ له یوه لاس څخه یې ګټه اخیستې او بل لاس یې په وینو ککړ کړی یعنې زموږ یوه افغان ورور ته یې وسله ورکړې او بل افغان یې پرې وژلی دی.»

د سولې کاروان غړی، عبدالعلي چې شل ورځې مخکې له دې کاروان سره یوځای شو، دی وايي چې تر شپږم ټولګي یې زده کړې دي او د جګړو له کبله اوس مهال د دوی په کلي کې ماشومان له زده‎کړو بې‎برخې دي.

دی زیاتوي:«له جګړې سره زموږ کښت او کرڼه خرابه شوې او وده نه کوي. له همدې حالت سره موږ ژوند کوو. په هغه کلي کې چې ژوند کوو هېڅ ښوونځی نشته چې زوی مې ښوونځي ته ولاړ شي او لیک لوست وکړي.»

د یاد کاروان غړي وايي چې دوی دلته او کورنۍ یې په سیمه کې د بد اقتصادي حالت سره مخ دي، عبدالملک چې له هلمند ولایت څخه راغلی دی وايي چې د کور کرایه یې پنځه میاشتې نه ده ورکړې او اوس یې د کور څښتن غواړي چې کور یې ورته خوشې کړي.

عبدالملک وړاندې وویل:«په دغې لارې چې روان یم که‎چېرې زما کورنۍ هم قرباني شي خواشینی کېږم نه ځکه خوشحاله یم چې زموږ لاره سوله ده.»

د سوله غوښتونکي ولسي حرکت مسوول محمد نیکزاد وايي:«هغه کسان چې له لومړي سره له موږ سره راغلل هغوی خپل ورځني کارونه او هټۍ پرېښودې، کورنۍ یې له ستونزو سره مخ شوي. موږ فکر کاوه چې زموږ له دې کار او کابل ته له رسېدو سره تر یوه ځایه به ستونزه حل شي خو اوس زموږ ستونزې دوه برابره شوې دي.»

د سولې کاروان غړی به د ایران سفارت مخې ته د اوولسو ورځو اعتراض وروسته د بلخ پر لور وخوځيږي او خپل دې خوځښت ته به هېواد کې د جګړې په پای په موخه دوام ورکړي.

دوی له اته دېرش ورځو پلي تګ څخه له هلمند ولایت څخه کابل ته راغلل او په وار سره یې د ملګرو ملتونو دفتر او امریکا سفارت مخې ته د خپل کاروان ټغر یوه اوونۍ وغوړاوه.

د سولې ولسي کاروان غړو کابو دولس ورځې د پاکستان سفارت مخې خپل د تحصن ټغر غوړولی وه او د افغانستان سوله کې یې د اسلام آباد صادقانه همکاري غوښتله

شریک یي کړئ