Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي بهیرونه حکومت د ټاکنو په ځنډولو کې ګرم بولي

یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو نه ترسره کېدا کې اوسنی حکومت پړ بولي.

سیاسي ګوندونه د ولسمشرۍ له نوماندانو او له ولسمشر غني څخه غواړي چې په خپلو کې سره د کړکېچ د حل لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

سیاسي ګوندونو د حکومت پر مشرانو غږ کړی چې له دې وروسته دې هغو پروګرامونو کې نه راښکاره کېږي چې په یو نه یو ډول کمپایني بلل کېږي.

 دغه راز یې غوښتنه کړې چې حکومت دې له دې وروسته نوې مقررۍ هم نه کوي.

د هېواد په اساسي قانون له مخې که په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې وی، نو د سه شنبې ورځ به د  ولسمشر غني د کار وروستۍ ورځ وه.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د چهارشنبې په ورځ(د غبرګولي په دوهمه نېټه) د ولسمشر د کار دوام ناقانونه بولي، خو سیاسي ګوندونه ددې کړکیچ پر اواري ټینګار کوي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال، عبدالله قرلق وايي:«له دولتي سرچینو کار اخیستل، مقررۍ او هر ډول ګام پورته کول چې ترې کمپایني او سیاسي ګټه پورته کېږي، باید مخنیوی یې وشي او باید نوماندان دا غوښتنه وکړي.»

د وحدت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی، اسدالله سعادتي زیاتوي:«یو ځانګړی محدودیت د تقنیني، مالي او د حکومت په تقررۍو کې باید رامنځته شي.»

په اساسي قانون کې د ولسمشر د کار له پاي ته رسېدو مخکې په دیرشو تر شپیتو ورځو کې د ټاکنو کېدو ته اشاره شوې خو نه دي ویل شوي که انتخابات ونه شي د حکومت راتلونکی به څه ډول وي.

حقوق‎پوه، وحید الله فرزه یي څرګندوي:«سرپرست حکومت، باید څوک راشي؟ د دې سرپرست حکومت ټاکنه باید د چا په لاس کې وي؟ دا ټول موږ له کړکېچ سره مخامخ کوي.»

ولسمشر غني په تېر مني کې د ناټو له عمومي منشي سره په کتنه کې ډاډ ورکړی و چې انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره شي.

ولسمشر، محمد اشرف غني ویلي وو:«زما غوښتنه له ټولو سیاستوالو او هېوادوالو دا ده چې د ټاکنو د څارنې، ترتیب او انسجام چارې له اوسه پیل کړي.»

 اجراییه رییس، عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې وه:«انشاالله چې د ولسمشرۍ ټاکنې به هم په خپل ترسره شي.»

خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال د ملي یووالي حکومت په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو په ترسره کولو کې په بې پامۍ تورنوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمد علم اېزدیار وايي:«اصلي ګرم د افغانستان حکومت دی چې د ټاکنو په ترسره کولو بریالی نشو او دا کمزورتیا او کم کاري د حکومت او د ټاکنو د کمېسیونو دی.»

له دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو لسو نوماندانو خبرداری ورکړی چې له خپلې قانوني دورې وروسته د ولسمشر د کار د دوام د مخنیوي لپاره به له هرې قانونې لارې کار واخلي.

 سیاسي بهیرونو غوښتنه کړې چې حکومت دې له دې وروسته نوې مقررۍ هم نه کوي

شریک یي کړئ