د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس دوهم مرستیال، محمد محقق د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د عبدالعلي مزاري د وژنې ۲۳تلین په لمانځغونډه کې دا مطلب څرګند کړ.
محمد محقق وویل چې اقتصادي ځواک اوس د یوې خاصي ډلې په لاس کې دی چې د دغې کار دوام به هېواد د کړکیچ لور ته بوځي.
ښاغلي محقق زیاته کړه:«فکر مه کوئ چې دوی به بېګناه کټمیري وي او هر کار چې پرې وکړئ مني به یې. نه دا سې نه ده. د مقاومت پر وخت یې زموږ ولاړېدل لیدلي دي.»
ده د اقتصادي ځواک په اړه وویل:«اقتصادي ځواک دې نه کانالیزه کېږي چې د یوې ځانګړې کړۍ په لاس کې وي او نور میلیوني کسان وږې او بې چاره له هېواده د تښتې په حال کې وي.»
له دې سره هممهال د بلخ ګوښه شوی والي، عطامحمد نور هم دهغې څه نه چې نوموړي یې د قومونو ترمنځ د بې اتفاقي اچول بولي نیوکه کوي.
نوموړی وایي چې د قومونو ترمنځ دلومړی درجی او دوهمې درجي رامنځ ته کول د منلو وړ نه دي او په سیاسي قدرت کې باید ټول ځان ووینې.
دی زیاتوي:«موږ لومړی او دوهمه درجه هېوادوال نلر. موږ ته دې خلک نه وايي چې له کوم قوم څخه دې په کومه برخه کې ووسي، موږ داسې شرایط غواړو چې یو هزاره د ملي دفاع وزیر وي، یو ازبک د مالیې وزیر وي او یو بلوچ د کورنیو چارو وزیر وي.»
له دې سره سره د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وايي د هېواد اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی او باید انحصار غوښتنه پاي ته ورسول شي.